د خوست د جلغوزې سږني حاصلات به ۲۵ سلنه زیاتوالی ولري

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۲۳:۵۶
د خوست د جلغوزې سږني حاصلات به ۲۵ سلنه زیاتوالی ولري
 
د بزګر (دهقان) اوونيزه، نورالله پتمن
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو د ۲۵سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیې، چې د جلغوزې سږني حاصلات به ۱۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسیږي، چې د تېرکال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ‌الله شاه نوري د جلغوزیو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دی. ښاغلی نوري زیاتوي: «روان کال کې به ددې ولایت له ځنګلونو څه باندې ۱۸ زره او ۶۰۰ ټنه جلغوزې لاسته راشي، دا په داسې حال کې ده، چې دغه شمېره تېر کال ۱۵ زره ټنه وه.»
خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، نورستان او کاپیسا ولایتونه د هغو ولایتونو په ډله کې دي،چې د جلغوزیو ډېر ځنګلونه په کې شتون لري. یواځې د خوست او پکتیا په ولایتونو کې څه باندې ۴۰ زره کسان په دې برخه کې په کار وبار او د جلغوزیو په راټولولو بوخت دي.
د خوست ولایت د جلغوزیو د ټولنې مشر او سوداګر شاهزاده وایي، چې سږکال ددې ولایت د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، چې ورسره به په دې ولایت کې د جلغوزیو په کاروبارد بوختو کسانو ژوند به ورسره مثبت بدلون وکړي. هغه وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې د جلغوزیو ښه مارکېت او لوړه بیه د خلکو په ژوند او د ځنګلونو په ساتنه کې مهم رول لوبولی دی.
دخوست ولایت د جلغوزیو او چهارمغزو د تولید د سرچینو د پراختیا په پار د کرنې وزارت هلې ځلې ورځ تر بلې ډېریږي. د کرنې وزارت له خوا د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو بیارغول، د ځنګلولۍ ټولنې جوړول، کورني قوریې جوړول، د جلغوزیو د تولیدوونکو ټولنو پر ګروپونو د جلغوزیو د غوټو راشکولو بیاتي ګانې وېشل، چې دغه بیاتي ګانې ۲۰ سلنه د جلغوزیو د ضایعاتو مخه نیسي اود جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې په پار زرګونو کسانو ته روزنه ورکول هغه بنسټیزې چارې دي، چې د خوست ولایت د جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې او د تولید د زیاتوالي په پار تر سره شوي دي.
په همدې حال کې، هغه بزګران چې د جلغوزیو په ځنګلونو کې په کار بوخت دي وایي، چې سږکال د جلغوزیو حاصل ښه او د جلغوزیو ونې د تېرکال په پرتله ښه حاصل لري. د خوست ولایت اوسیدونکی عبدالحکیم وایي: «سږکال د جلغوزیو ونې ښه حاصل نیولي دي او په ټولو ځنګلونو کې د خوست د جلغوزیو حاصلات ښه دي او دتېرکال په پرتله زیات شوي دي.» عبدالحکیم د جلغوزیو له سږنۍ حاصلاتو خوښ دی. هغه وایي: «حاصلات ډېر ښه شوي او د تېرکال په پرتله سږکال ډېر شوي دي، خو موږ معیاري پروسس او بسته بندی ته اړتیا لرو او د کرنې له وزارت څخه غواړو چې موږ ته د پروسس فابریکې جوړ کړي.»
د کرنې وزارت ددې محصول د پروسس، بسته بندی او له ضایعاتو څخه یې د مخنیوي په پار هم پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې نیولی دی، چې ددې محصول تولید، پراختیا، پروسس او پلور ته زمینه برابره کړي.
د کرنې وزارت په پام کې لري، چې ددې محصول د پروسس، بسته بندی او له ضایعاتو څخه یې د مخنیوي په پار د خوست او پکتیا په ولایتونو کې د جلغوزیو د پروسس او بسته بندی فابریکې جوړې او ددې محصول تولید، پراختیا، پروسس او پلور ته زمینه برابره کړي.
د پروسس په برخه کې د کرنې وزارت د جلغوزیو تر ټولو لویه فابریکه په کابل ولایت کې جوړه کړه.د جلغوزیو د پروسس دغه لویه معیاري فابریکه په نړیوالو معیارونو د جلغوزو پروسس کوي او ویل ګیږي، چې د سیمې هېوادونو کې ساری نه لري.
دغه فابریکه چین او یوشمېر اروپایي هېوادونو ته د جلغوزیو د صادراتو په پیل سره بشپړ او په کار پیل وکړ. ددې فابریکې ماشینونه د سیمې هېوادونو په کچه ساری نه لري.
جلغوزې، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو تقاضا شتون لري.
د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې افغانستان په کال کې له ۲۳ تر ۳۵ زره ټنه جلغوزیو د تولید وړتیا لري، چې که په اوسنۍ بیه محاسبه شي ۳۵ زره ټنه د کال څه باندې ۱.۴ میلیارډ ډالر جوړوي.
د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې له کبله، په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق مخه نیول شوې ده او دا مهال دغه محصول د هوايي دهلیزونو او بندرونو له لارې د افغانستان په نوم د نړۍ بازارونو ته صادریږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت