د خوست درېوو ولسوالیو کې پر څه باندې ۱۱۸۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۱
د خوست درېوو ولسوالیو  کې پر څه باندې ۱۱۸۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې «ان.اې.سي» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالی پر ۳۵۹ ، د دوه منده ولسوالی پر ۴۵۰ بزګرانو او د سپرۍ ولسوالی پر ۳۸۲ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت