د بولان ځنګل تخریب شوي سیمې بیا ورغول شوې
۱۲ کب ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بولان د طبیعي ځنګلونو هغه سیمې، چې تخریب شوي او یا له منځه تللي و د نیالګیو په اېښودو سره بیارغول شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د بولان د طبیعي ځنګونو هغه سیمې، چې په تېرو کلونو کې سوځېدلې او یا د مختلفو عواملو له لارې له منځه تللې دي بیا رغول شوي دي.
ښاغلي الکو ووېل، د بولان د طبیعي ځنګلونو په نږدې ۸۰ جریبه ځمکه کې تېر کال او ۳۰ جریبه ځمکه کې سږکال زینتي ونې اېښودل شوي دي.
باید وویل شي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بولان طبیعي ځنګل یوازنۍ ځنګل دی، چې د سیمې د سمسورتیا او ازرغونتیا، د هوا د ککړتیا د مخنیوي او ددې ولایت اوسیدونکو لپاره د تفریح په برخه کې ځانګړې ارزښت لري.