د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
برگزاری نشست هماهنگی برای ایجاد سهولت‌ها به مراجعین در ریاست زراعت بلخ

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له رییس او آمرینو سره د لیدنې بهیر د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. 
په دې غونډه کې د یاد ریاست رییس، آمرینو او د بېلابېلو برخو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس  د ګډونوالو هرکلی وکړ او د هغوی له حضور څخه یې مننه څرګنده کړه. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د ریاست د بېلابېلو برخو ترمنځ پر همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ.
د بلخ دکرنې رییس په خپلو څرګندونو کې وویل، چې مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرول، د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کول د دې ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه همدارنګه له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې د مراجعینو د چارو د اسانتیا، له خلکو سره د ښه چلند او د اداري کارونو د چټکتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
د غونډې په دوام کې د بېلابېلو څانګو آمرینو او مسؤلینو د کاري بهیر د ښه والي، مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د راتلونکو کاري پروګرامونو د ښه تنظیم په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. همدارنګه د ریاست د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او بزګرانو او مالدارانو ته د اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو په اړه بحثونه او نظریات وړاندې  شول.
د غونډې په پای کې د بلخ ولایت د کرنې رییس  یو ځل بیا پر ګډ کار، دندو ته پر ژمنتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له ټولو آمرینو او مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د کرنیزو چارو د پرمختګ او د مراجعینو د ستونزو د حل په برخه کې ګډې او جدي هڅې ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت