د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پنځه‌ویشتم نندارتون

mail-admin
د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پنځه‌ویشتم نندارتون

Event dates

Event dates -

د خلکو پراخ ګډون سره د بادام‌باغ د کرنیز نندارتون بریالی پای

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د بادام‌باغ پنځه ویشتم کرنیز نندارتون د روان کال د وري له ۲-۵ د «معیاري تولید، سوداګریزه کرنه» تر شعار لاندې په نویو بدلونونو او پراخو اسانتیاوو سره په لاره واچول شوه.
ددې څلور ورځني نندارتونن په ۲۸۶ غرفو کې حیواني او کرنیز محصولات، نوې کرنیزې ټکنولوژۍ او ماشینونه او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي ول.
د روان کال کرنیز نندارتون له نویو بدلونونو او پراخو اسانتیاوو سره مل و، چې له دې ډلې ددې نندارتون یوه ښېګنه دا وه، چې د وزارت ټول کارکوونکو، غرفه لرونکو او د نندارتون ګډونوالو د وای‌فای له لارې وړیا انټرنټ ته لاس رسی درلود.
دغه راز د دې نندارتون د ښه پلي کېدو په پار، د بادام‌باغ څېړنیز فارم خاورین سړکونه ډمبر شوي ول او تشنابونه یې په لا زیاتو امکاناتو سمبال شوي ول.
په ورته وخت کې غرفه لرونکو او نندارچیانو لپاره خوراکي توکو ته د لاس رسي په پار یو کافي‌شاپ هم فعال و.
موسیقي او هېوادنۍ سندرې ددې نندارتون بله برخه وه.
که څه هم نندارتون له نویو بدلونونو او پراخو اسانتیاوو سره په لاره واچول شوه، خو په روان کال کې احتمالي وچکالۍ په هکله وړاندوینې یوشمېر هېوادوال اندېښمن کړي دي.
خو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وايي، چې یاد وزارت نوی کال په «خوش‌بینی» سره پیلوي او دا خوش‌بیني پر واقع بیني ولاړه ده.
ښاغلی احدي، چې دوری دویمه په بادام باغ کې د پنځه ویشتم کرنیز نندارتون پیل غونډې ته وینا کوله وویل، چې پسرلني ورښتونه د روان کال احتمالي و چکالۍ شدت کموي او په ورته وخت کې وزارت هم د وچکالۍ د منفي اغېزو د کچې ټېتولو په موخه طرحې او برنامې لري.
ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د کرونا وبا له وجې په هېواد کې یوشمېر اقتصادي فعالیتونه وځنډول شول، خو د کرنې د برخې فعالیتونه لا هم په پراخه توګه ترسره شول. هغه وویل، چې د کرنې له پلوه تېر کال د افغانستان لپاره بد کال نه و، او یوشمېر کرنیز محصولات له ډلې د غنمو او وریجو حاصلات د پام وړ زیاتوالی درلود.
ښاغلی احدي دغه راز وویل، چې د لږو ورښتونو له وجې روان کال کې د وچکالۍ شونتیا قوي ده، خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، ددې وضعیت د احتمالي منفي اغېزو د کموالي په پار حکومت ته ځانګړې وړاندیزونه وړاندې کوي. هغه وویل: « ۱۳۹۹یم کال د کرونا وبا تر اغېزې لاندې راغله او په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالۍ وړاندوینه هم شوې ده. اوسني بارانونه د وچکالۍ اغېزې کموي، خو ددې ترڅنګ هم د کرنې وزارت خپلې برنامې لري. د کرنې وزارت د وچکالۍ په برخه کې خپل وړاندیزونه چمتو کړي دي او ډېر ژر به دغلو دانو او علوفې په برخه کې حکومت ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.»
د کرنې وزیر دغه راز ټینګار وکړ، چې د روان لمریز کال په ترڅ کې به د اصلاح شویو تخمونو د وېش کچه زیاته شي او زرگونه هکټاره نوي ځمکې به دخړو بولو تر پوښښ لاندې راوستل شي. د هغه په خبره، د اوبولګولو برنامې به ادامه ولري، او په همدې توګه د کچالو، پیازو او تازه مېوو د ساتنې په پار په نږدې دوه زره نوي ودانۍ او په ۱۵ ولایتونو کې به د څارویو د ناروغیو د تشخیص لابراټوارو نه تجهیز او جوړ شي. هغه وویل، چې د کرنې وزارت د روان کال په ترڅ کې د مېوو د پراختیا او پرمختیا په پار ځانګړې او د پلي کېدو وړ برنامې لري. ښاغلی احدي وویل، چې دکرنې وزارت د کرنیز سکټور د ملاتړ او پیاوړتیا په پار هم ځانګړې او مهمې برنامې لري.
د غلو دانو او لبنیاتو په برخه کې ځان بسیاینه
ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې تر راتلونکو درې یا څلورو کالو پورې به افغانستان د غنمو، وریجو او د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې به ځان بسیاینې ته ورسېږي. هغه وویل: «تر راتلونکو درې- څلورو کالو پورې د غنمو، وریجو او د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې به ان‌شاءالله ځان بسیاینې ته ورسېږو. بڼوالۍ ته به ښه پراختیا ورکړو، د افغانستان کرنه به په سوداګریزه بڼه عیار کړو، د کرکېلي اقتصادي معقولیت به لا زیات کړو، د کرنیزو محصولاتو صادرات به د پام وړ زیات کړو، کرنیز صنعت ته به ښه وده ورکړو او په ډېرو برخو کې به په هېواد کې دننه ځنځیري ارزښت بشپړوو.»
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر زیاته کړه، چې یاد وزارت نوی کال په «خوش‌بینی» سره پیلوي او دا خوش‌بیني پر واقع بیني ولاړه ده.
دغه راز د کرنې په وزارت کې د خصوصي سکټور دبرخې د پراختیا رییس حبیب الله حبیبي، د بادام باغ د پنځه ویشتم کرنیز نندارتون په هکله وویل، چې په سږني کرنیز نندارتون کې حیواني او کرنیز محصولات، کرنیزې ټکنالوژۍ او د مېرمنو لاسي صنایع په ۲۸۶ غرفو کې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي ول. ښاغلی حبیبي وویل: «په دې نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ ۲۸۶ شرکتونه ګډون کړي و، چې ۲۰۷ شرکت یې د وچو مېوو، تازه مېوو، زعفران، طبي او صنعتي بوټو، اصلاح شویو تخمونو، لبنیات، کرنیز او څېړنیز ماشینونو نه دي او ۷۹ نور شرکتونه یې د ښځو د لاسي صنایعو په برخه کې دي.
ددې نندارتون بله برخه د حیواناتو اصلاح شوي نسلونو، نوي کرنیز او پراختیایي ټکنولوژۍ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې نوي کرنیز او پراختیا یي ټکنولوژیو ته ځانګړي شوي ول.»
بلخوا، یوه کروندګره مېرمن لیلما محمودي وویل، چې په وروستیو کلونو کې دکرنې وزارت فعالیتونه د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوي دي. هغه چې مخکې د کور مېرمنه وه، وایي، چې د کرنې وزارت او یو شمېر موسسو له خوا ۱۳ کاله وړاندې ورته د سوداګرۍ او کرنیزو فعالیتونو په برخه کې ورته دکار زمینه برابره شوه. د لیلما خاوند نږدې ۱۸ کاله کېږي، چې له ناروغۍ کړیږې او هغه د خپل اته لوړنې او یو کوچنی زوی لګښتونه پوره کوي. لیلما وویل، چې څلور لوړنې یې ډاکټرانې او یو لور یې معلمه ده او هغه په یوازې ځان د سوداګرۍ او کرنیزو فعالیتونو له لارې خپلو اولادونو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده. لیلما د کرنې وزارت له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې محصولات یې د خراب بسته بندۍ له وجې محصولات ښه بازار نه لري او د کرنې له وزارت څخه وغوښتل، چې د ده د محصولاتو د بسته بندۍ په برخه کې دې له هغې سره مرسته وکړي.
دغه راز د کابل د فرزې ولسوالۍ یو تن بزګر حاجي عزیز وویل، چې په بېلابېلو کرنیزو او اوبولګولو برخو کې د کرنې وزارت کړنې پراخې دي، خو دا فعالیتونه بسنه نه کوي. هغه د کرنې له وزارته وغوښتل، چې د اوبو د مهارولو په برخه کې دې جدې پاملرنه وکړي.
بل خوا ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني وویل، چې یاد وزارت د کرنې وزارت سره همکار دی. د هغه په خبره، افغانستان تېرکال نږدې ۸۹۰ میلیون ډالر صادرات درلود، چې د یادو صادراتو لویه برخه کرنیز محصولات دي.
دغه راز د صادراتو په برخه کې د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید، په دې غونډه کې وویل، چې تېرکال افغانستان د مېوو د تولید په برخه کې ښه تولیدات درلود، خو دې ته اړتیا لیدل کېږي، چې په بېلابېلو زونونو کې د بسته بندۍ معیاري مرکزونه ولرو.
تفریح او له بد امنیتي وضعیت څخه وېره
سږني پسرلني نندارتون کې یوشمېر ګډونوالو له چاودنه څخه وېره لرله، یوشمېر کورنۍ چې د غرفو لېدو او تفریح لپاره راغلي ول وایي، چې ډېری کورنۍ د خراب امنیتي وضعیت او چاودنې له وېرې دې نندارتون ته نه دي راغلي. خو بیاهم سږکال ددې نندارتون لېدو ته لسګونه زره خلک راغلي ول او د کورني تولیداتو د لیدو ترڅنګ یې تفریح هم وکړل.
خو، د بادام باغ په پنځه ویشتم کرنیز نندارتون کې یوشمېر ګډونوال ددې نندارتون له امنتي تابیاوو څخه خوښ ول.
د نندارتون یو تن لیدونکې مریم وایي: «ددې ترڅنګ، چې امنتي وضعیت ډېر خراب دی، خو بیا هم دلته راغلي یو او ډېر خوښ یو، ځکه امنتي تدابیر ډېر ښه دي. پلټنې ښې او دقیقې دي او له خپلو امنیتي ځواکونو مننه کوم. کله چې د نندارتون په سیمه کې قدم وهو څوک مو مزاحم کېږي نه، د امنیتي ځواکونو شتون پراخ دی.»
دغه راز ددې نندارتون یوبل ګډونوال حمید وویل، چې لومړي د خراب امنیتي وضعیت له وجې زړه نا زړه و چې نندارتون ته راشي او که نه، خو کله چې امنیتي تابیاوې یې ولیدل، ډاډ من شو. هغه چې د خپل کورنۍ غړي سره دې نندارتون ته راغلی دي وايي، چې: «لومړی زړه نازړه وم، خو کله مې چې ولیدل امنیتي ځواکونه په سمه توګه د نندارتون امنیت نیولی دی او موږ کولئ شو چې په ډاډه زړه په دې نندارتون کې ګډون وکړو نو کورنۍ سره یو ځای راغلم.»
سږني کرنیز نندارتون په جدي امنیتي تابیاوو په لاره واچول شوه. سلګونه امنیتي ځواکونه ددې نندارتون د امنیت په ټینګښت بوخت ول.
نسرین او ثریا هغه مېرمنې دي، چې ددې نندارتون لېدو لپاره راغلې دي، وايي چې بد امنیتي وضعیت له وجې ونه توانېدل چې د کابل نورو تفریحي ځایونو ته ولاړې شي، خو ددې نندارتون په لاره اچول کورنیو ته دا زمینه برابره کړه، چې د تفریح ترڅنګ، له کرنیزو محصولاتو او د ښځو له لاسي صنایعو لیدنه وکړي. هغوی زیاته کړه، چې د تفریح ترڅنګ له نیو کرنیزو، لبني او د ښځو لاسي صنایعو سره بلد شوې دي.
نسرین او ثریا زیاتوي، چې د هېواد د قتصادي پیاوړتیا په پار له دې وروسته دوی هڅه کوي، چې کورني توکي، کرنیز محصولات او د ښځو لاسي صنایع وپېري.
له سږني نندارتون څخه ګډونوال او غرفه لرونکي هم خوښ دي، دوی وایي، چې سږکال ډېر بدلونونه او اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
فرزانه بیات، ددې نندارتون د لاسي صنایعو په برخه کې غرفه لري، بیات وویل: « زه د «فرازنه بیات» په نوم د لاسي صنایعو شرکت لرم او هرکال د بادام باغ په کرنیز نندارتون کې خپلې لاسي صنایع او زیورات نندارې ته وړاندې کوم او له خپل کاروبار څخه ډېر خوښ یم.» آغلې بیات وویل، چې سږکال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو نندارتون کې ډېر بدلونونه او اسانتیاوې رامنځته شوي دي او د نورو کلونو ډېرې ستونزې هوارې شوي دي. فرزانې زیاته کړه: « پخوا د لاسي صنایو غرفې دروازې نه درلودې او سږکال د منظم کېدو ترڅنګ ښه دروازې ورته جوړې شوي دي، د ټرانسپورت ستونزه هواره شوې ده، دغرفو برخوالو ته وړیا وای‌فای ورکړل شوې او دې ورته نورې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.»، اغلې بیات داهم وویل، چې نن د نندارتون دویمه ورځ ده او ما د ۴۰زره افغانیو په ارزښت لاسي صنایع او زیورات پلورلې دي. زه دکرنې له وزارت څخه مننه کوم، چې داسې نندارتونونه په لاره اچوي زه د کرنې له وزارته غواړم، چې دا ډول نندارتونونه زیات او په ولایتونو کې هم په لاره واچول شي.
د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دویمه د بزګرمېله او د کرنیزو محصولاتو نندارتون په لاره اچول کېږي، چې لسګونه زره کسان یې نندارې ته راځي او د ډول ډول وطني تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او ماشینونو او د ښځو لاسي صنایعو ننداره کوي او ترڅنګ یې د خپلې خوښې توکي هم پېري.

 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت
د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پنځه‌ویشتم نندارتون په لاره اچوي
معیاري تولید، سوداګریزه کرنه
وخت: ۱۴۰۰ ام کال، د وري له ۲-۵
ځای: بادام‌باغ، کابل

لینکونه: