د بزګرانو ملاتړ په پار هڅې؛ کندز کې ۳۰ شنې خونې جوړي شولې
۷ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱۴ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د آغاخان دفتر په همکارۍ ددې ولایت په دشت ارچي، امام صاحب او خان آباد ولسوالیو کې د بزګرانو لپاره ۳۰ شنې خونې جوړې شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د یاد دفتر له لوري په دشت ارچي، امام صاحب او خان آباد ولسواليو کې د ٣٠ شنو خونو د جوړولو چارې بشپړ او ددغو شنوخونو پر بزګرانو د سبو تخمونه او اړین توکي هم وېشل شوي دي.
د شنو خونو د جوړولو موخه د بزګرو کورنیو او بې وزلو ښځو د عاید لوړول، د خوارځواکۍ مخنیوی او د خوړو خوندیتوب دی.