د بامیانو پر اړمنو کورنیو یو زر او ۵۰۰ مټریک ټنه غنم ووېشل شوه
۴ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د بامیانو ولایت پر وچکالۍ ځپلو، بارانونو او وروستیو سیلاب ځپلو د یو زر او ۵۰۰ مټریک ټنه غنمو د وېش لړۍ پیل کړ.
دغه مرسته شوې غنم، چې د کرنې وزارت له خوا د بامیانو اړمنو کورنیو لپاره چمتو شوې وه، د کرنې وزیر په شتون کې د تېر کال پر وچکالۍ ځپلو، د سږکال پر سیلاب ځپلو، بېوزلو او اړمنو کورنیو ووېشل شوه.