د اوبولګولو د ۴۳۵ فرعي کانالونو د بیارغونې چارې ۴۲ سلنه بشپړ شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۹:۵۴
کار احیا و بازسازی ۴۳۵ کانال فرعی آبیاری ۴۲ درصد پیش رفته است
 
۲۵ زمری ۱۳۹۹
د هغې برنامې پر بنسټ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د اوبولګولو د دویمې او درېیمې درجې د ۴۳۵ فرعي کانالونو د بیارغونې په پار د ۱۳۹۹یم مالي کال لپاره طرح شوې وه، د یادو کانالونو د بیارغونې چارې ۴۲ سلنه بشپړ شوي دي.
دغه کانالونه د کندز، تخار، بدخشان، ننګرهار او جوزجان په ولایتونه کې شتون لري.
د کرنې وزارت د روان مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو کاري راپور ښیي، چې د دغو کانالو له ډلې د ۹۹ کانالونو د بیارغونې ۳۵ سلنه چارې له تېر کال څخه پاتې وه او د ۳۳۶ نورو کانالونو د بیاروغونې چارې سږکال پیل شوي دي. ددې راپور پر بنسټ تر دې دمه د یادو کانالونو د بیارغونې چارې ۴۲ سلنه بشپړ شوي دي او ټاکل شوې ده، چې د روان مالي کال تر پایه بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبولګولو د یادو کانالونو بیارغول په هېواد کې د اوبولګولو د سیسټمونو د پیاوړتیا او بیارغونې له لارې په کلنۍ ډول د ۵۰ زره هکټاره ځمکو د خړوبولو په طرحه کې شامل دي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت