د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د قرغیزستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۵
د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د قرغیزستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال سره وکتل

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د قرغیزستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو او حیواني محصولاتو د صادراتو او وارداتو پر څرنګوالي بحث او نظر تبادله وکړل. د دواړو هېوادونو مسؤلینو د همکارۍ د شرایطو د تنظیم پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د هر هېواد سوداګریزې اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د حاصلاتو په فصل کې به د افغانستان کرنیز محصولات قرغیزستان  ته صادرېږي او په بدل کې به د اړتیا وړ توکي له قرغیزستان څخه افغانستان ته واردېږي.
یاده ناسته د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د کرنیز سکتور د پراختیا په موخه ترسره شوه او دواړو لورو د همغږۍ پر دوام او د ګډو پروګرامونو پر تعقیب ټینګار وکړ.

دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با معین وزارت صنعت و تجارت قرغیزستان 
۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با معین وزارت صنعت و تجارت کشور قرغیزستان در کابل دیدار و گفت‌وگو نمودند.
در این دیدار، طرفین پیرامون نحوه صادرات و واردات محصولات زراعتی و حیوانی میان دو کشور بحث و تبادل نظر کردند. مسئولان هر دو کشور بر ضرورت تنظیم شرایط همکاری تأکید کردند تا نیازهای تجارتی هر کشور به‌طور کامل تأمین شود. همچنین مقرر شد که محصولات زراعتی افغانستان در فصل برداشت به قرغیزستان صادر شود و در مقابل، اقلام مورد نیاز از قرغیزستان به افغانستان وارد گردد.
این نشست با هدف تقویت همکاری‌های تجارتی و توسعه بخش زراعتی میان افغانستان و قرغیزستان برگزار شد و طرفین بر استمرار هماهنگی‌ها و پیگیری برنامه‌های مشترک تأکید کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت