د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه د خپلو فعالیتونو راپور او راتلونکو پلانونه وړاندې کړل

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۲۲
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه د خپلو فعالیتونو راپور او راتلونکو پلانونه وړاندې کړل

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د خپلو فعالیتونو راپور او راتلونکو پلانونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني ته په یوه خبري ناسته کې وړاندې کړل.

یاده ناسته په کابل کې د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو په حضور کې جوړه شوې وه، چې په کې د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د دې ادارې د لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه د سړوخونو جوړولو، د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو په برخو کې معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په پیل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د دې خونې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه خونه د کرنې د ترویج او څېړنو، د لابراتوارونو د جوړولو، د غواوو، پسونو، اوښ‌مارغه او چرګانو د فارمونو د جوړولو، د اقتصادي بوټو د معرفي کولو، د اصلاح شوو تخمونو د ترویج، د بیرې د ونو د ځنګلونو د جوړولو او همدارنګه د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو د اروپا، روسیې، هندوستان، متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي عربستان او ګاونډیو هېوادونو ته د صادرولو په برخه کې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه لاسته راوړنې د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې د ګډو همکاریو او هڅو پایله ده.

وروسته، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني وویل، چې له وروستیو بدلونونو وروسته د بنسټیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د هېواد د ځان‌بسیاینې پر لور د سوق کولو لپاره پراخې هڅې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې پخوا ډېر سکتورونه له رکود سره مخ وو، خو اوس په ځانګړې توګه د چرګانو د روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د فعالو فارمونو شمېر زیات شوی دی. د هغه په وینا، په هېواد کې ګڼې سړوخونې هم جوړې شوې دي او د افغانستان کرنیز محصولات سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو ته صادرېږي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار وکړ، چې دا ټول اقدامات د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کورنیو محصولاتو د ښه بازارموندنې د زمینې برابرولو لپاره ترسره کېږي، او دا هڅې به دوام ولري، تر څو بزګرانو ته لا ډېر ارزښتناک او اقتصادي نباتات وروپېژندل شي او د هغوی عواید ډېر شي.

همدارنګه، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده په خپله وینا کې وویل، چې افغانستان له بډایو قدرتي سرچینو څخه برخمن دی او له دې ظرفیتونو څخه د اقتصادي ودې لپاره استفاده کېدای شي. هغه زیاته کړه، چې د کرنې او مالدارۍ خونه ژمنه ده، تر څو بزګران او مالداران د دوامدارو اقتصادي فعالیتونو پر لور وهڅوي.

په پای کې، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د خونې اجرائیوي رییس ډاکتر وسیم صافي د روان کال د فعالیتونو او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه یو هر اړخیز پریزنټېشن شریک کړ. یاده ناسته د سوداګرو، مالدارانو او بڼوالو د وړاندیزونو او د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت