د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د بلاروس د صنعت وزارت له مرستیال سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۲۴
دیدار هیئت امارت اسلامی افغانستان با معین وزارت صنعت بلاروس

 د افغانستان اسلامي امارت پلاوي، چې مشري یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري کوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په شتون کې، د بلاروس جمهوریت د صنعت وزارت له مرستیال باکیي دنیس ولادیمیروویچ سره وکتل او خبرې اترې وکړې.                       په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د صنعتي فابریکو د جوړولو او پراختیا، د کرنیزو او صنعتي ماشینونو د تولید او مونتاژ، د بسته‌بندۍ د فابریکو د جوړولو، او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او پراخېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
 همدارنګه، په دې ناسته کې د ګډو صنعتي فابریکو پر جوړولو، افغانستان ته د بلاروسي پانګه‌والو پر راجلبولو، د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې. 
د بلاروس د صنعت وزارت مرستیال د همکاریو د پراختیا لپاره د چمتووالي څرګندولو ترڅنګ، له افغانستان سره د صنعتي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
دغه لیدنه د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د پانګونې او د ګډو صنایعو د جوړولو لپاره د زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

بازگشت