د ارزګان د بهي حاصلات پنځه سلنه زیات شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۳:۴۸
د ارزګان د بهي حاصلات پنځه سلنه زیات شوي

۴ مرغومې ۱۳۹۹
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د بهي حاصلات پنځهسلنه ډېر شوي دي.
د ارزګان د کرنې ریاست وایي، چې بهي د دې ولایت د مرګز ترینکوټ په ګدون په ګڼو ولسوالیو کې ښه حاصل ورکوي، چې د یاد ولایت په ۸۰ هکتاره ځمکه د بهي بڼونه اېښودل شوي، چې سږ کال یې د تولید کچه شاوخوا ۹۰۰ ټنو ته رسیږي.
د کرنې وزارت د ۱۳۹۸یم کال شمېرې ښیي؛ چې د یاد ولایت په ۸۰ هکتاره ځمکه د بهي بڼونه جوړ شوي، چې ۸۸۰ ټنه حاصلات ترې راټول شوي وه، خو سږکال یې د حاصلاتو کچه شاوخوا ۹۰۰ ټنو ته رسیږي.
د وروستیو کالو په لړ کې د کرنې وزارت له لارې د همکارو پروژو په همکارۍ د ارزګان په ولایت کې د مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې د بڼوالۍ د پراختیا او دې ترڅنګ ددې ولایت د بڼوالو د عواید د زیاتوالي لامل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت