دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو غونډه کې خبرې وکړې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۲۱
دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو غونډه کې خبرې وکړې

۶ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو په پای غونډه کې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او د کرنې پر عصري کولو خبرې وکړې.
دا غونډه، د افغانستان په ګډون د ۱۱۱ هېوادونو د کرنې وزیرانو او یوشمېر رهبرانو په ګډون په لاره اچول شوې وه.
د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په دې غونډه کې وویل، چې د کرنې دودیز سیسټم او نه اصلاح شویو تخمو څخه د استفادې له وجې د ګاونډو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې له کرنیزو ځمکو څخه د حاصل تر لاسه کولو کچه ډېره ټیټه ده. هغه وویل، چې په افغانستان کې مخکې له هر هکټاره ځمکې څخه ۲.۵ مټریک ټنه او اوس ۲.۷ مټریک ټنه غنم راټولېږي، په داسې حال کې، چې ګاونډیو هېوادونو له همدې اندازې ځمکې څخه ۳.۵ تر ۴ مټریک ټنه غنم راټولوي.
ښاغلی احدي زیاته کړه، څلور لسیزه جګړه ددې لامل شوې، چې افغانستان ونه کولی شي د کرنیزو محصولاتو په تولید کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
هغه وویل، چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د خوراکي توکو په تولید کې افغانستان پرځان بسیا وه، خو اوس ۲۵تر۳۰ سلنه یاد مواد واردوي.
بلخوا ښاغلی احدي وویل، چې د کرنې وزارت له خصوصي سکټور سره د سړوخونو په جوړولو کې همکاري کړی دی، چې دا چاره د محصولاتو د زېرمه کولو د وړتیالوړنې، کارموندنه او د بېوزلۍ کچې د ټیټولو لامل شوی دی.
هغه د خوړو او درملو ملي ادارې جوړولو ته په اشارې سره وویل، چې مخکې د خوړو او درملیزو محصولاتو اسټنډرډ کول بېلابېلو بنسټونو پورې تړې وه، چې دا چاره ډېرې ستونزې رامنځه کړي و، خو اوس ددې ادارې په جوړېدو سره په دې برخه کې ستونزې هوارې شوي دي.
دکرنې وزیر د خوړو خوندیتوب په اړه وویل، چې خلک باید ارزان او اسانه خوړو ته لاس رسي ولري، چې په بېوزلو هېوادونو کې دا چاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. هغه په دې برخه کې پر ملي او نړیوال مشارکت ټینګار وکړ.
دکرنې وزیر دغه راز وویل، چې ا فغانستان خوړو ته لاس رسی او د خوړو خوندیتوب په برخه کې نړیوال اسټنډرډونه مراعت کړي دي او ډېر ژر به خپل د خوړو سیسټم اسټراټژۍ اعلان کړي.
هغه له ملګرو ملتونو، د دوی موسسې، له ټولو پرمختیایي همکارانو، څېړنیزو موسسو او پوهنتونونو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره دې خپل مالي او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو راتلونکې ۱۰ کلن ليدلوری ترسیم او اسټنډرډ خواړه تأمین شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۶
Background image

فاریاب کې د قرآن کریم د حافظانو د پګړي تړلو په مراسمو کې د کرنې وزیر ګډون

۳۰ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې د خالد بن ولید (رض) مدرسې د ۱۱ تنو د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۱
Background image

کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

د افغانستان د بيا رغونې او د ښځو د تعليم ادارې (ارو) مؤسسې مسولینو د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره  دلمریزي برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو په موخه د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له. . .

بازگشت