دکرنې وزارت مسلکي مرستيال د ننګرهار له سيمه ييزو چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۲۱:۴۸
دکرنې وزارت مسلکي مرستيال د ننګرهار له سيمه ييزو چارواکو سره وکتل


۶ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، ننګرهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې دننګرهار والي او د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان له يوشمېر سيمه ييزو چارواکو سره وکتل او دوی ته د ځنکلونو وهنې او لرګيو قاچاق د مخنيوی طرحه تشريح کړه.
په دې سفر کې د ماليې، کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د استخباراتو لوی رياست استازو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال ملتيا کوله.
دا سفر د اسلامي امارت دحکم پر اساس او د ځنګلونو وهنې او قاچاق مخنيوی د هغه ۱۱ ماده ييز طرحې دتشريح په موخه ترسره شوې ده،  چې په ګډه د ماليې، کرنې، کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د استخباراتو لوی رياست له خوا جوړه شوې او د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا منظور شوې ده.
 دکرنې او مالدارۍ مرستيال ددې سفر موخه د ځنګلونو وهنې او لرکيو قاچاق مخنيوی دطرحې تشريح او تطبيق، د طرحې د پلي کولو د څرنګوالي ارزونه اود قطع شويو چهار تراش لرګيو د لېږد په پار د ځای ټاکل وبلل.
ياده طرحه د سيمه ييزو چارواکو،د لرګيو سوداګرو، صنعت کارانو، د ځنګلوالۍ ټولنو او سيمه ييزو متنفذينو سره تر سلا مشورې وروسته ترتيب او د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا منظور شوې ده.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت