دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو چارسمبال مرستيال معرفي شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۷ - ۱۷:۴
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو چارسمبال مرستيال معرفي شو

 

۱۷ تله ۱۴۰۰ هـ.ش

۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۳ هـ.ق

د ا.ا.ا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د يوشمېر چارواکو له خوا د ياد وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال د کرنې وزارت دپامير په تالار کې ددې وزارت کارکوونکو ته  رسماً و پېژندل شوه.

دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال په پېژند غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمنراشد، دچارو ادارې د څېړنې او تفتيش د برخې ستر غړی سیف‌الدین طیب، د اقتصاد وزارت سرپرست قاری محمد‌حنیف، دکرنې وزارتمرستيالان او دياد وزارت يوشمېر رييسان او کارکوونکي ګډون درلود.

د ا.ا.ا دچارو ادارې د څېړنې او تفتيش د برخې ستر غړی سیف‌الدین طیب د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د مولانا شمس‌الدینشریعتي پهلوان د تېرو کړنو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د شیخ‌الحدیث هیبت‌الله حفظه‌الله، د فرمان پر اساس مولوی شمس‌الدینشریعتي پهلوان د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو دمرستيال په توګه ګمارل شوی دی.

 هغه د اسلامي امارت د عمومي عفې يادونه وکړه او دکرنې وزارت له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، چې په بشپړ ډاډ سره دې خپلو دندو تهراوګرځي او د هېواد د سمسورتيا او ابادۍ لپاره دې کار وکړي. 

په دې غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال  مولوی فضل‌ الباري  فضلي، وخت ارزښتناکه وبولۍ او دکرنې وزارت له کارکوونکوڅخه يې وغوښتل، چې خلګو ته د چوپړتياوو وړاندې کولو په پار دې خپلې ټولې هلې ځلې وکړي.

په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولانا شمس‌الدین شریعتي پهلوان، کرنېوزارت يو کليدي وزارت ياد کړ او ويې ويل: «د افغانستان نږدې ۸۰سلنه وګړي کروندګر دي او دکرنې وزارت د کليدي وزارتونو په ډله کېده، او زه هم دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو په معينيت کې د هېواد د سمسورتيا او آبادۍ په برخه کې د خپل توان ترحده  هلې ځلې کوم ترڅو خلکو ته هر اړخيزې چوپړتياوې وړاندې کړم.»

دغه راز دکرنې او مالدارۍ مرستيال  مولوی صدراعظم، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو نوی مرستيال ته د برياليتوب هيلهوکړه.

ياده غونډه د کلام‌الله مجید د څو مبارکو آيتونو په تلاوت اودعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو. . .

بازگشت