دکابل استالف کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
دکابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت داستالف ولسوالی بزګرو ته د مني غنمو کرکېلي، د ناروغیو مخنیوی او په کروندو کې د کیمیاوي درملو د کارولو په اړه زده کړې ورکول شوې.
په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکول شوې.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالی بزګرانو د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره دې د کیمیاوي درملو ترڅنګ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وشي.
د کابل ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د استالف ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.