دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوی رییس رسماً معرفي شو

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۳
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوی رییس رسماً معرفي شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي سلیمان ایمن، د لغمان مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله له لوري د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

د پېژندنې په یاده غونډه کې، د لغمان مرستیال والي سربېره، د ننګرهار ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د نورستان د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن، د ریاست کارمندانو او د ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

په غونډه کې د لغمان د کرنې پخواني رییس، چې اوس د ننګرهار د کرنې ریاست د رییس په توګه ګمارل شوی دی وینا وکړه او ویې ویل، چې بدلون او تبدیل د یو دولت له اصولو څخه دی. نوموړي د لغمان د کرنې ریاست د کارمندانو له ښې همکارۍ څخه مننه وکړه او نوي رییس ته یې په دغه ولایت کې د بریالي خدمت کولو دعا وکړه.

ورپسې د لغمان د کرنې نوي ټاکل شوي رییس، مولوي سلیمان ایمن، وویل، چې دنده یو دروند مسؤلیت دی او هڅه به کوي چې دغه مسؤلیت په ښه ډول ادا کړي. هغه زیاته کړه: «موږ د ولس خدمتګاران یو او خلکو ته به شفاف خدمات وړاندې کوو.» نوموړي د پخواني رییس کړنې هم وستایلې.

همدارنګه د لغمان مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله د پخواني رییس د خدمتونو ستاینه وکړه، نوي رییس ته یې د ښه خدمت کولو توفیق وغوښت، او د ولایتي ادارې په استازولۍ یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت