درې ولایتونو کې څلور حیواني کلینیکونه جوړېږي
۱۵ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا ریاست په پام کې لري، چې سږکال د کابل، کندز او لوګر په ولایتونو کې څلور حیواني کلینیکونه جوړ کړي.
د حیواني کلینیکونو جوړول د څارویو روغتیاي چوپړتیاوو ته د مالدارانو د لاس رسي او ترڅنګ یې د څارویو د مړینې د مخنیوي لامل کېږي.