دایکندي کې د کچالو ۱۹۹ زېرمتونونه او د پیازو ۵۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۱:۵۳
۱۹۹ ذخیره‌گاه کچالو و ۵۰ ذخیره‌گاه پیاز در دایکندی به بهره‌برداری سپرده شد


۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د شهرستان ولسوالۍ د «بندبرلان» په سیمه کې د نمونې په ډول د کچالو د یوې زېرمتون په پرانیستلو سره د کچالو ۱۹۹ زېرمتونونو او د پیازو له ۵۰ زېرمتونونو څخه ګټه اخیستنه پیل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دایکندي والي محمدضیا همدرد، د ولایتي بنسټونو رییسانو، په ولایتي شوراګې د خلکو استازو او دایکندي ولایت یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
د دایکندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدعبدالواحد فیروزي وایي، چې د کچالو ۱۹۹ زېرمتونونه او د پیازو ۵۰ زېرمتونونه د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو له ډلې څخه دي، چې د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دایکندي ولایت په اتو ولسوالیو کې جوړ شوي دي، چې اوس ګټې اخیستنې ته چمتو دي. د دایکندي دکرنې رییس دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کولو موخې د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړول، د بزګرانو هڅونه، کارموندنه او د کورنیو اقتصادي ودې ته د زمینې برابرول یاد کړل.
د دایکندي والي په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو له پلی کېدو څخه خوښي څرګند کړه او وویل: «له کومه ځایه چې د دایکندي د ټولنې د اقتصاد بنسټ کرنه ده، ددغو پروژو پلي کول کولای شي، چې بزګرانو او ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره ډېر اغېزناک او ګټور تمام شي.»
ښاغلی همدرد وویل، چې د مرکزي حکومت په همکارۍ او همغږی سیمه ییز حکومت هم ژمن دی، چې د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي او د دایکندي کرنیزو محصولاتو ته پراختیا ورکړي. د دایکندي والي زیاته کړه، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې په هغو سیمو کې چې ډېرې اړتیاوې ورته لیدل کېدل پلي شوي دي، نو هیله ده، چې خلک له دغو زېربناوو څخه په سمه توګه ګټه پورته او ترې څارنه وکړي.
د ولایتي شورا وکیل حاجي جواهري هم د کرنې له ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دایکندي دکرنې ریاست په دې ولایت کې ټول ګټې پروژې پلي کړي دي او دوی په راتلونکو کلونو کې د یادو پروژو د دوام غوښتونکي دي.
تر دې وړاندې د روان کال د لیندۍ په درېیمه نېټه په دایکندي کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د مڼو د ۲۱ سړوخونو له ډلې د ۱۸ سړوخونو چارې بشپړ او له دغو سړوخونو څخه ګټه اخیستنه پیل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا تراسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۵  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۴۱
Background image

ننګرهار کې د کرنیزو او مالدارۍ  پروژو د چټک تطبیق او ادارې اصلاحاتو په پار هلې ځلې

 ۵  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ادارې د اصلاح، کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ لپاره نوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۲۲
Background image

ننګرهار: تورخ بندر کې ۱۰۵ ټنه بې کیفیته جوار بېرته پاکستان ته مسترد شول

۵  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د تورخم بندر د نباتي قرنطین مدیریت چارواکي وایي، چې د یاد بندر مسوولینو د پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۰۵ ټنه بې کیفیته. . .

بازگشت