خوست کې ۳۲۵ بېوزله کورنیو ته څاروي ورکړل شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۵:۳۱
خوست کې ۳۲۵ بېوزله کورنیو ته څاروي ورکړل شوي دي
 
۴ زمری ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د«اړیکو دفتر» په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او دغه راز علي شېر، باک، صبریو او موسی خېلو ولسوالیو کې ۳۲۵ کورنیو ته غواوې، مېږې او وزې ورکړل شوي دي.
په دې موخه په جوړه شوې غونډه کې د خوست والي محمدصدیق پتمن په خوست کې د بېوزله کورنیو د ملاتړ او ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار د کرنې وزارت کړنې وستایل او یاده پروژه یې د بېوزله کورنیو د عوایدو د لوړولو په برخه کې اړین ګام وبلل.
په همدې حال کې د خوست د کرنې رییس حفیظالله شاه نوري وویل، چې په یادو ولسوالیو کې د غواوو، مېږو او وزو د وېش په پار سروې شوې، چې د سروې له مخې د۳۲۵ اړمنو کورنیو داقتصادي ودې په پار دوی ته غواوې، مېږې او وې ورکړل شوي دي. ښاغلی نوري وویل، چې ددې پروژې ټولیز لګښت ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ ده.
دغه راز د یادو مرستو د برخمن شویو کورنیو په استازي توب حاجي فضل قادر خبرې وکړې، هغه د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او له اړمنو کورنیو او مالدارانو سره د کرنې ریاست له مرستو څخه مننه وکړه. حاجې فضل وویل، چې د کرنې وزارت د دوی د اقتصادي ودې د غوړېدا په پار پایښت لرونکي مرستې کوي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.
په ورته وخت کې، د خوست دکرنې رییس حفیظالله شاه نوري دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې ۵۱۰ راجسټر شوي فارمونه شتون لري، چې د شېدې ورځنۍ تولید یې ۲۸ زره لېټرو ته رسیږي. ښاغلی نوري دغه راز وویل، چې د خوست د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د مالدارۍ د تولیداتو د پروسس او بسته بندۍ په پار مجهز اوعصري پروسس سنټر هم جوړ کړي. ددې ترڅنګ په روان کال کې ددې ولایت په سپېره او علي شېر ولسوالیو کې بزګرانو ته د چرګانو ۲۵۰ نیمه سوداګریز فارمونه هم جوړیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت