خوست کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۳۵
خوست کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوست په ولایت کې په اجباري ډول راستانه شويو اړمنو ۱۲۰۰ کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ ددې ولایت والي مولوي عبد الله مختار په مشرۍ پيل شو.
د یادو مرستو وېش غونډه د خوست ولایت والي په مشرۍ ترسره شو، چې په کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر محمد ذبیح، د افغاني سرې میاشتې رییس شیخ الحدیث مولوي محمد والي جان عدالت یار، د کډوالو چارو رییس شیخ الحدیث مولوي محمد امان الهام، د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شمس الاحمد ، د خوست ولایت مستوفي مولوي محمد عادل اکرام، ښاروال الحاج حافظ رشید او د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
په پیل کې د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر محمد ذبیح د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې پروسې په تړاو وینا وکړه. نوموړي د اسلامي امارت له رهبرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مقام، د خوست ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست څخه مننه وکړه.
نوموړي وویل، چې دا مرستې د اسلامي نظام د رهبرۍ د پېرزوینې څرګندونه ده او موخه یې دا ده، چې اجباري راستانه شوي کډوال وکولای شي خپل ژوند ته له نوې هیلې سره دوام ورکړي. هغه د مرستو د وېش بهیر شفاف، منظم او د کره مستحقينو پر بنسټ وباله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته بشري همکاریو لړۍ دوام ولري.
ورپسې د خوست ولایت والي مولوي عبد الله مختار په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام شکر ادا کړ او د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند کول یې د ویاړ ځای وباله. نوموړي په اجباري ډول راستانه شويو کډوالو ته په خطاب کې وویل: «تاسو زموږ وروڼه یاست، هغه مهارتونه، تجربې او وړتیاوې چې لرئ، له خپل ولس سره یې شریک کړئ، تر څو په ګډه د هېواد د آبادۍ، پیاوړتیا او پر ځان بساینې لپاره کار وکړو.»
همدارنګه د خوست والي له ولس څخه وغوښتل، چې له اجباري راستانه شويو کډوالو سره د خپلو وروڼو په څېر همکاري وکړي، د ستونزو پر مهال یې لاسنیوی وکړي او د ورورولۍ او یووالي فضا نوره هم ټینګه کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د مرستو دا پروسه د ټاکلي پلان، منظم مهالوېش او د اړوندو ادارو تر بشپړې همغږۍ لاندې د مستحقينو د کره پېژندنې پر بنسټ ترسره کېږي، څو هر اړمن کس خپلې مرستې په عزتمنه فضا کې ترلاسه کړي، او په راتلونکي کې یې د نورو همکاریو هیله هم څرګنده کړه.


روند توزیع گندم و مساعدت نقدی برای مهاجرین بازگشته در خوست آغاز شد
۱۸ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ شعبان المُعظّم ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس حکم، عنایت و شفقت ویژه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری روند توزیع گندم و پول نقد را برای یک‌هزار و دوصد تن از مهاجرین نیازمند که به‌گونه اجباری به ولایت خوست بازگشته‌اند، تحت رهبری والی این ولایت مولوی عبدالله مختار آغاز کرد.
مراسم توزیع این مساعدت‌ها به ریاست والی ولایت خوست برگزار شد که در آن مولوی شیرمحمد ذبیح رییس زراعت، آبیاری و مالداری، شیخ‌الحدیث مولوی محمد والی جان عدالت‌یار رییس هلال احمر افغانی، شیخ‌الحدیث مولوی محمد امان الهام رییس امور مهاجرین، مولوی شمس‌الاحمد رییس صنعت و تجارت، مولوی محمد عادل اکرام مستوفی ولایت خوست، الحاج حافظ رشید شاروال و شماری از مسئولان ادارات مختلف اشتراک داشتند.
در آغاز این نشست، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست مولوی شیرمحمد ذبیح ضمن خوش‌آمدیدگویی، در مورد روند این کمک‌ها صحبت کرد و از رهبری امارت اسلامی، مقام وزارت زراعت، مقام ولایت خوست و ریاست امور مهاجرین ابراز قدردانی نمود.
وی گفت که این کمک‌ها بیانگر عنایت رهبری نظام اسلامی است و هدف آن این است که مهاجرین بازگشته بتوانند با امید تازه زندگی خود را از سر بگیرند. او روند توزیع کمک‌ها را شفاف، منظم و بر اساس شناسایی دقیق مستحقین توصیف کرد و افزود که این‌گونه همکاری‌های بشردوستانه در آینده نیز ادامه خواهد یافت.
پس از آن، والی ولایت خوست مولوی عبدالله مختار در سخنان خود از نظام اسلامی ابراز شکرگزاری کرد و زندگی در سایه این نظام را مایه افتخار دانست. وی خطاب به مهاجرین بازگشته گفت: «شما برادران ما هستید. مهارت‌ها، تجربه‌ها و توانایی‌هایی را که دارید با مردم خود شریک بسازید تا همه باهم برای آبادی، تقویت و خودکفایی کشور کار کنیم.»
همچنان والی خوست از مردم خواست که با مهاجرین بازگشته مانند برادران خود همکاری کنند، در زمان دشواری‌ها از آنان دستگیری نمایند و فضای برادری و همبستگی را تقویت سازند. وی تأکید کرد که روند توزیع این کمک‌ها بر اساس یک پلان مشخص، زمان‌بندی منظم و هماهنگی کامل میان ادارات مربوط و با شناسایی دقیق مستحقین انجام می‌شود تا هر فرد نیازمند در فضای با عزت کمک‌های خود را دریافت کند، و ابراز امیدواری کرد که این‌گونه همکاری‌ها در آینده نیز ادامه یابد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

ننګرهار کې په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو چارې پیل شوې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

خوست کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوست په ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۸
Background image

د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د معیاري بڼونو د جوړولو په پار د ګیلاس نیالګیو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د پراختیایي بودجې له لارې، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالی کې څلور زره  اصله. . .

بازگشت