خوست کې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۲:۴۷
خوست کې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
په خوست ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ او د یو ان ډي پي په مالي ملاتړ، د میاخیلو کلي د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي کانال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد کانال د جوړېدو لګښت ۵۰زره امریکایي ډالر دی، چې ۳۱ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي او د اوبو ضایعاتو مخه به نیسي. همدارنګه، د کانال د جوړېدو پر مهال ۵۰ کاریګرو ته د ۵۳ کاري ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.
د کانال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې ریاست سرپرست مولوي اسلم خان منیب، د پلان او برنامو مسوول اجمل قاسمي، د اقتصاد ریاست استازی انجنیر حزمت الله، د پاملرنې مؤسسې مسوولینو او د کلي مشرانو ګډون کړی و.
د کرنې ریاست سرپرست د پاملرنې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې یاد کانال یې جوړ کړی او د نورو ورته زیربنایي پروژو غوښتنه یې وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژه به د سیمې بزګرانو ته د کرنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.  
ورپسې د اقتصاد ریاست استازي د کانال د ساتنې او سالمې ګټې اخیستنې په اړه کلیوالو ته لارښوونې وکړې.
د پاملرنې مؤسسې مسوولینو د کانال د تخنیکي مشخصاتو په اړه وضاحت ورکړ او د کرنې او اقتصاد ریاستونو له همغږۍ یې مننه وکړه، چې د یادې پروژې د چټک بشپړېدو لامل شوه.
د سیمې مشرانو هم د پروژې له تطبیق څخه خوښي وښوده او د ورته نورو زیربنایي پروژو غوښتنه یې وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۱
Background image

د کندهار کرنې ریاست کې د امارتي ځمکو د اجارې تنظیم په پار د کړن لارې جوړولو په موخه مشورتي ناسته وشوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کندهار  دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د بڼونو د پالنې او مدیریت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۱۰
Background image

میدان وردګو کې یوشمېر وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون واکسینونه تطبیق شو

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې ۱۰۰۰ وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د ناروغیو مخنیوي په موخه دطاعون واکسینونه. . .

بازگشت