خوست کې د ځنګلونو ساتنې او خوړو خوندیتوب په برخه کې ورکشاپ دائر شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۴۴
خوست کې د ځنګلونو ساتنې او خوړو خوندیتوب په برخه کې ورکشاپ دائر شو

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په همکارۍ ددې ولایت د ولایت مقام اداري استازو، د ولسوالیو چارواکو، قومي مشرانو ته د ځنګلونو ساتنې، اهمیت او پراختیا او دغه راز د خوړو خوندیتوب په برخه کې روزنیز ورکشاپ دائر شو.
ددې ورکشاپ په پیل غونډه کې د خوست دکرنې رییس مولوی محمد زمان عمري د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په برخه کې د ولسونو یووالي او همکارۍ اړین وبلل او ترڅنګ یې دغه راز ورکشاپونو رول هم د اهمیت وړ یاد کړ، چې ورسره خلک د ځنګلونو پر اهمیت پوهېږي.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د ځنګلونو د اهمیت، ساتنې او پراختیا او دغه راز د خوړو خوندیتوب په هکله معلومات ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت