خوست او پکتیا کې جبري راستنو شوو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش په تړاو د همغږۍ او چمتوالي غونډې ترسره شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۱۲
خوست او پکتیا کې جبري راستنو شوو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش په تړاو د همغږۍ او چمتوالي غونډې ترسره شوې

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم او شفقت له مخې، د خوست او پکتیا په ولایتونو کې د جبري راستنوشوو اړمنو کډوالو ته د نغدي افغانیو او غنمو مرستو د وېش په تړاو د همغږۍ او چمتوالي غونډې ترسره شوې. د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله تعالی د ځانګړې پېرزوينې له مخې، په هر ولايت کې جبري راستنوشوو اړمنو کډوالو ته د نغدي افغانیو او غنمو مرستې ورکول کېږي، چې په همدې لړ کې د خوست او پکتیا ولایتونو کې د همغږۍ اړوند ناستې جوړې شوې.
په پیل کې د خوست ولايت د والي مولوي عبدالله مختار او مرستيال والي الحاج مولوي محبوب شاه قانت په مشرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له پلاوي سره، چې مشري یې د کرنې وزارت د ځنګلونو لوی رییس میرویس زاکري کوله د ولايتي مرستو کمېټې د رییس او غړو په ګډون غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو لوی رییس ميرويس زاکري، د خوست ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شيرمحمد ذبيح، د ولايت مقام د دفتر رییس مولوي محمد صابر صابري، د کډوالو چارو رییس شيخ الحديث محمد امان الهام، د خوست مستوفيت رییس محمد عادل اکرام، د صنعت او تجارت رییس مولوي شمس‌الاحمد او د مرستو ولايتي کمېټې مسؤلين او غړو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د جبري راستنوشوو اړمنو کډوالو لپاره د نغدي افغانیو او غنمو د مرستو د وېش څرنګوالی، د شفافيت ډاډ، وخت‌پابندي او اړينې اسانتياوې په تفصيل سره وڅېړل شوې. ټولو ګډونوالو ټينګار وکړ، چې يادې مرستې بايد په عاجله، منظم، شفاف او عزتمندانه ډول هر مستحق ته ورسېږي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د غنمو د موقتي زېرمه کولو لپاره مناسب ګودامونه او د مرستو د وېش خوندي او منظم ځایونه د جدي څارنې لاندې وټاکل شي، څو د مرستو د وېش بهير له هر ډول ستونزو خوندي پاتې شي.
له بلې خوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د خپل کاري سفر د معلوماتو د شريکولو په موخه د پکتيا له مرستيال والي شيخ انعام‌الله صلاح‌الدين سره هم وکتل. په ياده ليدنه کې د پکتيا ولايت مقام د دفتر رییس، د کرنې رییس، د کډوالو چارو رییس، د صنعت او سوداګرۍ رییس او د مستوفيت رییس هم ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د پلاوی مشر ميرويس زاکري پکتيا ته د خپل کاري سفر په تړاو معلومات شريک کړل او ويې ويل، چې دوی پکتيا ته د مشرتابه حفظه‌الله د هدايت پر اساس راغلي، څو له هغو کډوالو سره مرستې وکړي چې په جبري توګه له نورو هېوادونو را ايستل شوي او ډېر بې‌وزله دي. د هغه په وينا، ياده پروسه به په ولايتونو کې د کرنې رياست تر مشرۍ لاندې د ټاکل شوې کمېټې له لوري پر مخ وړل کېږي.
ورته مهال د پکتيا مرستيال والي شيخ انعام‌الله صلاح‌الدين یاد پلاوی ته د هرکلي تر څنګ وويل، دا د مشرتابه حفظه‌الله ځانګړی شفقت دی، چې له اړمنو او په جبري توګه بېرته راستنوشوو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کېږي، او ډاډ يې ورکړ چې په پکتيا کې به ياده پروسه په ډېر دقت او شفافيت تر سره شي، څو مرستې واقعي اړمنو او بېوزلو کسانو ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې د دې پروګرام له مخې به په هر ولايت کې د جبري راستنوشوو کډوالو ته د غنمو او نغدي افغانیو مرستې د ټاکلي پلان له مخې ووېشل شي، چې د همدې موخې لپاره ځانګړی پلاوی هم ټاکل شوی دی. په پای کې ياده غونډه د ولايتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، شفافيت او د بشري مرستو د اغېزمن تطبيق په برخه کې ګټوره وبلل شوه او د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر په رسمي ډول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري د سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې د بغلان په ولایت کې پرانیستل شوی او ټاکل شوې، چې دغه بهیر به د هېواد په کچه پلي شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت