جمهوررئیس غني د نیالګیو کرلو په اړه نهه ماده یي حکم صادر کړ

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۹:۳۱
جمهوررئیس غني د نیالګیو کرلو په اړه نهه ماده یي حکم صادر کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمداشرف غني د اساسي قانون د پنځلسمې مادې په رعایتولو سره د شنو ساحو د پراختیا، د ژوندچاپیریال د ښه والي او د هواککړتیا کموالي کې د ونو او ځنګلونو ارزښت ته په کتو د نیالګیو د کرلو په موخه نهه ماده یي حکم صادر کړ.

د دغه حکم د لومړۍ مادې پر بنسټ د کب شلمه په هیواد کې د نیالګیو کرلو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د حکم د دویمې مادې د لومړي بند په اساس په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او ادارو مسوولین موظف دي چې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او اړوندې ښاروالۍ سره په همغږۍ هرکال د کب په شلمه د نیالګي په کرلو سره رسما د نیالګیو کرلو کمپاین پیل کړي.

د همدغې مادې د دویم بند په اساس په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او ادارو مسوولین موظف دي چې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ په کب او وري میاشتو کې د ولایتونو اقلیمي شرایطو ته په کتو د نیالګیو کرلو برنامه تنظیم کړي.

د نیالګیو کرلو په اړه د جمهوررئیس د حکم د دریمې مادې د لومړي بند له مخې په مرکز او ولایتونو کې وزارتونه، دولتي ادارې،ملکي او نظامي تعلیمي او تحصیلي موسسې مکلفې دي چې د خپلو کارکوونکو، د ثانوي دورې زده کوونکو او محصلینو نوملړ د نیالګیو د وېش په موخه رسما کرنې او مالدارۍ وزارت ته واستوي.

د دریمې مادې د دویم بند په اساس کرنې او مالدارۍ وزارت موظف دی چې د دولت کارکوونکو، د ثانوي دورې زده کوونکو او د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو محصلینو ته د نیالګیو کرلو په موسم کې د اړتیا وړ نیالګي برابر کړي او همدارنګه دریم بند کرنې او مالدارۍ وزارت په دې مکلف کړي دي چې په مرکز او ولایتونو کې د نیالګیو د وېش بهیر د چټکولو لپاره طرزالعمل ترتیب کړي.

په همدې ترتیب د جمهوررئیس د حکم د څلورمې مادې د لومړي بند په اساس د نیالګیو کرلو ملي برنامې د همغږۍ او انسجام، د طرحو د تدوین، د پلانونو د تطبیق او عامه پوهاوي په موخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د رئیس په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ وزارت د معین ، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د معین، د کلیو پراختیا وزارت د معین، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د معین او اړوند ښاروال په غړیتوب د همغږۍ کمېټه جوړېږي.

د دویم بند په اساس د همغږۍ کمېټه کولای شي د اړتیا له مخې د نورو وزارتونو او دولتي ادارو، خصوصي سکتور او مدني ټولنې باصلاحیته استازي خپلو غونډو ته ور وغواړي.

د جمهوررئیس د حکم د پنځمې مادې د لومړي بند له مخې د کرنې او مالدارۍ وزارت او اړوندې ښاروالۍ د همغږۍ کمېټې سره په همکارۍ موظف دي چې ساحې وټاکي، خاوره وپېژني او د نیالګیو ډول تثبیت کړي.

دویم بند د همغږۍ کمېټه په دې مکلفوي چې په هیواد کې د نیالګیو کرلو نوي روشونه، دځنګل ابادولو او د نیالګیو کرلو پروسه کې له ټکنالوژي څخه ګټه اخیستنه معرفي او ترویج کړي.

د یاد حکم د شپږمې مادې لومړی بند حکم کوي چې د ملکي او نظامي ادارو هر دولتي کارکوونکی، د ثانوي دورې زده کوونکي او د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو محصلین مکلف دي چې د نیالګیو کرلو موسم کې یو نیالګی د همغږۍ کمېټې له لوري مشخص شوي ځای کې وکري.

د همدغې مادې دویم او دریم بندونه د همغږۍ کمېټه مکلفوي چې د شرکتونو، صنعتي او سوداګریزو تاسیساتو خاوندان د نیالګیو کرلو برنامې تمویل او د نیالګيو کرلو ته وهڅوي او همدارنګه مدني ټولنه د نیالګیو کرلو ملي برنامه کې د شاملولو ترڅنګ د نیالګیو کرلو اوځنګل ابادولو نويو روشونو او د هغو ساتنې ته وهڅوي.

د نیالګیو کرلو په اړه د محمداشرف غني د حکم د اومې مادې لومړی بنداو دویم بند په مرکز او ولایتونو کې وزارتونه او دولتي ادارې په خپلو اړوندو ملکیتونو کې او اړوندې ښارۍ په عامه ښاري ځایونو کې د نیالګیو په ساتنه، مراقبت او اوبه کولو موظفوي.

د حکم اتمې مادې په اساس د همغږۍ کمېټه د دې حکم د تطبیق په څارنه موظفه ده چې د مالي کال د دویمې ربعې پای کې به د عالي مقام د چارو ادارې ریاست له لارې خپل راپور د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام ته وړاندې کوي.
---

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت