جمهوررئیس د کندهار کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۶:۱۰
جمهوررئیس د کندهار کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د کندهار کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودلو په مناسبت چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان مسوولین او یو شمېر مشران چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دغې غونډې ته د وینا پرمهال جمهوررئیس او ټولو هیوادوالو ته د کندهار کرنیز کمپلکس مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، جمهوررئیس  د اقتصادي ودې د اصل په توګه د ارزښت زنځیر په بشپړولو ټینګار کړی او دا کمپلکس یې ښه بېلګه ده.  
ډاکټر احدي وویل، دا کمپلکس هغه پرمختللې مفکوره ده چې د فکر او سوداګرۍ پوخوالی ښیي او د افغانستان د کرنې زیاتو ستونزو ته یې حل لارې وړاندې کړې دي.  د دغه کمپلکس له لوري  بزګرو ته د ماشینري او پورونه ورکړه، داخلي پروسس او معیاري محصولاتو له امله په نړیوالو بازارونو کې د هغو ارزښت او داخلي عواید لوړېږي چې د هیواد پرمختګ کې به رول ولري او حکومت د کرنیزو صنایعو ملاتړ کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د هیواد پرمختګ کې د کرنیزې ودې او خصوصي سکتور رول ته په اشارې وویل، د کندهار کرنیز کمپلکس د سل میلیون ډالرو په ارزښت په شپږو پړاوونو کې په ۱۱۰۰ جریبه ځمکه د عینو مېنې صنعتي پارک کې جوړېږي چې د کارموندنې ترڅنګ د کرنیزې سوداګرۍ اډانه جوړوي. په هرات، بلخ، کابل او ننګرهار کې به هم دېته ورته کمپلکسونه جوړ شي.
ورپسې د افغانستان د خونو فدراسیون رئیس محمداسماعیل غضفر له جمهوررئیس څخه د خصوصي سکتور د همېنشي ملاتړ مننه وکړه او وې ویل، په دا وروستیو شپږو کالو کې پانګوالو او صنعتکارانو ته زیاته پاملرنه  او لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د کندا فروټ کمپنۍ رئیس جلال الدین سعید جمهوررئیس څخه په مننې وویل، د کندهار کرنیز کمپلکس د جوړولو طرحه مو ستاسو په مستقیمه لارښوونه جوړه کړې. هیوادوال به ډېر ژر ستاسو د دې او نورو طرحو او برنامو عملي پایلې چې د دوی د هوساینې لامل شي، وګوري .
د کندهار والي روح الله خانزاده او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د جمهوررئیس په لارښوونه د کندهار کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته د خصوصي سکتور استازو د کرنې د احیا اتل تندیس جمهوررئیس ته ډالۍ کړ.
جمهوررئیس غني د کندهار د کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو ته په وینا کې سعید، وزیرزي، پانګوالو او ټولو هیوادوالو ته د دغه کمپلکس مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور چې په سختو شرایطو کې یې پانګونه کړې، د ودې او سوکالۍ ګډه ژبه لري. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر دوی هم د هیواد د اقتصاد او ویاړ ساتندویان دي.
جمهوررئیس غني وویل، د کندهار کرنیز کمپلکس جوړونکو سعید او وزیرزي ته به مډالونه او د کرنې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري ته به لومړۍ درجه تقدیرنامه ورکړل شي. هر څوک چې له پنځوس میلیون ډالرو زیاته پانګونه وکړي، د نورو اسانتیاوو ترڅنګ به په جمهوري ریاست کې جوړېدونکي یادګاري څلي کې  د هغوی نومونه ولیکل شي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، اقتصادي عالي شورا به د هیواد د هر زون په اقتصادي مسایلو بحث وکړي او په نورو زونونو کې به هم دېته ورته کمپلکسونه جوړ شي. هغه په ټینګار سره وویل، د ستونزو د حل عملي لاره باید موجوده وي او د پانګونې پر وړاندې ستونزې او خنډونه د منلو وړ نه دي. د ګمرکونو د ښه مدیریت لپاره بین المللي شرکتونو سره په مذاکره کې یوو.
جمهوررئیس وویل، د واضح طرحې په اساس باید پیسې په پانګه بدلې او د بزګرو، بڼوالو او ټولو عواید په اساسي توګه لوړ شي. د اوبو د مدیریت او ځمکنیو کوریډرونو چارې ادامه لري. هغه زیاته کړه، د کندهار په هوایي ډګر اساسي پانګونه کېږي، نو په دې اړه خپل مشخص وړاندیزونه شریک کړئ. ټاپي او ټپ پروژې به په لوی کندهار کې د عظیم بدلون لامل شي.
سرچینه: ARG - ارگ

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت