تخار کې د غوښینو چرګانو روزنې پنځوس ۵۰۰ قطعه یې فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۵:۵۴
تخار کې د غوښینو چرګانو روزنې پنځوس ۵۰۰ قطعه یې فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۶ وږی ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې په تخار ولایت کې د غوښینو چرګانو پنځوس ۵۰۰ قطعه یې فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

په شمال ختېځ زون کې د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي برنامې تخنیکي مسوول محمدغلام ملاخیل وایي، چې دغه فارمونه هریوه یې د ۵۰۰ غوښینو چرګانو د روزنې وړتیا لري، چې هر ۴۰ ورځې وروسته حاصل ورکوي. هغه وویل، ددغو فارمونو هر یوه چرګ د ۴۰ ورځو په ترڅ ۲.۲ کیلو ګرامه وزن نیسي.

د ملاخیل په خبره فارم لرونکي له دغو فارمونو څخه ښه عواید تر لاسه کوی.

په ورته وخت کې د تخار والي عبدالحق شفق وایي، چې د دغو فارمونو جوړول د کارموندنې ترڅنګ د چرګانو د غوښو د تولید په برخه کې یاد ولایت ځان بساینې ته نږدې کوی او ددې ولایت ګاونډ ولایتونه هم کولای شي، چې له دغو فارمون څخه ګټه پورته کړي.

دغه فارمونه د کابو ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له خوا جوړي شوي دي. د یادو فارمونو په جوړول کې د فارم لرونکو ونډه ۵۰ سلنه ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بېوزله او راستنو شوو کورنیو سره د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته وشوه

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ (امید) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ښځو نړۍوالې ادارې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې د غله‌جاتو، تېلي او صنعتي نباتاتو ۲۰۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د ننګرهار په ولایت کې د غله‌جاتو، صنعتي او تېلي نباتاتو د حاصلاتو د زیاتوالي، عصري کرنیزو لارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۸
Background image

د خوست ګربزو کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم ساتنې توکي ووېشل شول

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د ملګرو ملتونو د. . .

بازگشت