تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره کړل.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دا روزنیز پروګرامونه د تخار ولایت په مرکز او د کلفګان، دشت قلعه، خواجه غار او بنګي په ولسوالیو کې ترسره شول.
د چارواکو په وینا، د دغو پروګرامونو موخه د کرنې او مالدارۍ سکتور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په برخه کې د بزګرانو او مالدارانو د پوهې کچې لوړول، د ساحوي معلوماتو د راټولولو بهیر پیاوړی کول او د اقلیمي ګواښونو د مخنیوي لپاره د خبرتیا سیستمونو فعالول ښودل شوي دي.
په دغو پروګرامونو کې له یادو ولسوالیو څخه له ۱۵۰ څخه زیات بزګران ګډون کړی و، چې دوی ته د کرنیزو محصولاتو د زیان‌منېدنې د کمولو، د اوبو د مؤثرې استفادې، د خاورې د ښه مدیریت او د کورنیو حیواناتو د اقلیمي بدلونونو سره د سازګارۍ په برخه کې عملي روزنې ورکړل شوې.
د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاوید امین وویل: «دا ډول روزنیز پروګرامونه کولای شي د بزګرانو د ژوند د ښه والي او د کرنې سکتور د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» مسؤلینو ټینګار وکړ، چې دغه راز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام ولري، څو بزګران د لا زیاتو پوهې او مهارتونو په مټ د اقلیمي ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د چرګانو د تولید په برخه کې د افغان او ازبېکستاني شرکتونو ترمنځ د دوه میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر له ازبېکستاني چارواکو سره د لیدنې په څنډه کې، په کابل کې د ازبېکستان له لوري د «همکار پرنده» شرکت او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

نورستان کې دعشراو زکات کارکوونکو ته د کاري اسانتیاوو په موخه موټرسایکلونه ووېشل شول

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشراو زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

بازگشت