بدخشان کې د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبت چارې پيل شوې

۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو رییس مولوی محمود مظلوم، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد اسمعیل غزنوی او یوشمېر نورو چارواکو په ګډون ګډ پلاوی بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت چارې پیل کړې.
په دغه پروګرام کې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوی محمود مظلوم، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد اسمعیل غزنوی، د یاد ولایت والي مولوی محمد ایوب خالد، د کرنې وزارت د طبيعي عمومی سرچينو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د یاد ولایت د کرنې رييس مولوي امان الله حسن، د بدخشان ولايت امنيه قوماندان محمد مالک ملنګ او یو شمېر مسولینو ګډون درلود.
په پيل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد اسمعیل غزنوی وویل: «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس بدخشان ته د څړځايونو د سروې او تثبيت په موخه راغلي يو. تر څو د هغه ولاياتو تر څنګ چې د څړځايونو سروې او تثبيت چارې پکې پای ته رسېدلی په بدخشان ولايت کې هم دغه پروسه په بشپړه توګه پای ته ورسوو».
ورپسې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم هم د ياد پروګرام په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دا زمينه برابره شوې، چې موږ ټول په ګډه د هېواد د آبادۍ او د امارتي ملکیتونو د خویندیتوب په برخه کې خپلې هلې ځلې وکړو».
نوموړي زياته کړه دغه پروګرام چې په فارياب، جوزجان، بلخ او باغیس ولايتونو کې په بشپړه توګه پای ته رسېدلي او اوسمهال بدخشان ولايت کې کارونه د پیلېدو په حالت کې دي په ډېره شفافه توګه يې چارې پرمخ تللي دي.
ښاغلي مظلوم وويل زموږ هيله له ټولو کارمندانو څخه دا ده، چې په خپلو چارو کې له پوره دقت او همدارنګه په دندو کې له پوره مسووليت څخه کار واخلي او دا پروګرام په سمه توګه پای ته ورسوي.
ورپسې د کرنې وزارت د طبيعي سرچينو لوی رییس مولوي عبدالواحد خلیل هم د يادې موضوع په تړاو وویل: «له مرکز څخه راغلي ټيمونه چې شاوخوا څلوېښت تنه تخنيکي کارکوونکي دي د ياد ولایت په ټولو سیمو کې د څرځایونه (علفچرونه) د سروې او تثبيت په برخه کې به خپلې چارې پرمخ يوسي.»
نوموړي زياته کړه دا سروې به د بېځایه شخړو او د انساني تلفاتو د مخنیوي ترڅنګ، د څرځایونو د پیاوړتیا، او د مالدارانو د اقتصادي حالت د ښه والي سبب هم وګرځي.
دغه راز د بدخشان ولايت والي او امنيه قوماندان هم په دغه ولايت کې د پوره امنيت ډاډ ورکړ او نوموړو ټيمونو سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
په ياده سروې کې د دغه ولايت د څړځايونو مساحت، د څړځایونو خپل طبیعي حالت، د تصرف نوعيت او همدارنګه د وښو تولیدي ظرفیت او د کوچیانو او مالدارانو د څارويو د تګ او راتګ مسیرونه هم مشخص کېږي.
د مسؤلینو په وينا د دغه پروګرام اصلي موخه د څړځايونو په سر د قومونو د شخړو ختمول او همدارنګه د څارویو د ودې په برخه کې ويل شوې ده.
یاده سروې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون په لارښوونه پیل، چې تر دې دمه د فارياب، جوزجان، بلخ او باغیس په ولایتونو کې پای ته رسیدلې.
د دغه سروې د ختمېدو سره به په راتلونکي کې د يادو ولاياتو د څړځایونو ستونزو ته لاره همواره او اجراآت به يې په چټکۍ سره سرته ورسېږي.
آغاز سروی، تشخیص و تثبیت چراگاهها در بدخشان
۵ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ هـ.ق
هیأتی مشترک به شمول مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی محمد اسمعیل غزنوی معین وزارت سرحدات، اقوام و قبایل و شماری از دیگر مسئولان، در سفر به ولایت بدخشان کار سروی، تشخیص و تثبیت چراگاههای این ولایت را آغاز کرد.
در این برنامه مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی وزارت زراعت، مولوی محمد اسمعیل غزنوی معین وزارت سرحدات، اقوام و قبایل، مولوی محمد ایوب خالد والی بدخشان، مولوی عبدالاحد خلیل رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی امانالله حسن رئیس زراعت این ولایت، محمد مالک ملنګ قوماندان امنیه بدخشان و شماری از مسئولان دیگر حضور داشتند.
در آغاز، مولوی محمد اسمعیل غزنوی معین وزارت سرحدات، اقوام و قبایل گفت: «بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، به هدف سروی و تثبیت چراگاهها به بدخشان آمدهایم تا همانند دیگر ولایتهایی که این روند در آنها تکمیل شده، این پروسه را در بدخشان نیز به گونه کامل به انجام برسانیم».
سپس مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی وزارت زراعت در رابطه به این برنامه صحبت کرده و افزود: «با رویکار آمدن امارت اسلامی افغانستان زمینه آن فراهم شد تا همه ما بهگونه مشترک برای آبادانی کشور و حفاظت از ملکیتهای امارتی تلاش کنیم».
وی اضافه کرد: این برنامه که در ولایتهای فاریاب، جوزجان، بلخ و بادغیس به گونه کامل به پایان رسیده، اکنون در بدخشان آغاز میشود و بهگونه شفاف پیش خواهد رفت.
مظلوم گفت: «امید ما از تمام کارمندان این است که با دقت کامل و احساس مسئولیت وظایفشان را انجام داده و این برنامه را به شکل درست به پایان برسانند».
همچنان مولوی عبدالواحد خلیل رئیس منابع طبیعی وزارت زراعت در این باره گفت: «تیمهای اعزامشده از مرکز که حدود ۴۰ تن کارمندان تخنیکی هستند، در تمام مناطق این ولایت کار سروی و تثبیت چراگاهها را انجام خواهند داد».
وی افزود: این سروی در کنار جلوگیری از منازعات بیمورد و تلفات انسانی، سبب تقویت چراگاهها و بهبود وضعیت اقتصادی مالداران نیز خواهد شد.
به همین ترتیب، والی و قوماندان امنیه بدخشان نیز از تأمین کامل امنیت اطمینان داده و همکاری همهجانبه خود را با این تیمها اعلام کردند.
در این سروی، مساحت چراگاهها، وضعیت طبیعی آنها، نوعیت تصرف، ظرفیت تولید علوفه و مسیر رفتوآمد مالداران و کوچیها نیز مشخص خواهد شد.
به گفته مسئولان، هدف اصلی این برنامه پایاندادن به منازعات قومی بر سر چراگاهها و تقویت رشد دامداری عنوان شده است.
این سروی به هدایت کمیسیون جلوگیری از غصب زمین و استرداد زمینهای غصبشده، در ولایتهای شمالی کشور آغاز شده و تاکنون در فاریاب، جوزجان، بلخ و بادغیس تکمیل گردیده است.
با پایان این سروی، در آینده مشکلات چراگاههای این ولایتها حل شده و اقدامات لازم با سرعت انجام خواهد گرفت.