ایران ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۱
ایران ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر  

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې وزارت یوه پلاوي، د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه او د دې هېواد د اوبو او خاورې د طرحې په برخه کې د ظرفیتونو، وړتیاوو او ټکنالوژیو، په ځانګړي ډول د اوبولګولو پرمختللو مېتودونو د لیدنې په موخه ایران ته سفر وکړ.
دغه سفر د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ لپاره ترسره شوی دی. د کرنې او مالدارۍ مرستیال او مل پلاوی به یې د سفر په ترڅ کې د افغانستان په کرنې او مالدارۍ سکتور کې شته فرصتونه ایراني پانګوالو ته معرفي کړي او هغوی ته به د پانګونې لپاره لازم ډاډ ورکړي.
تمه ده چې د دې سفر په جریان کې به، د کرنې وزارت مرستیال د ایران د جهاد کرنې وزارت له مسئولینو سره لیدنه وکړي او د کرنې په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا او شته ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وکړي.

سفر معین  زراعت و مالداری وزارت زراعت به ایران
۱۲ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان، به دعوت جمهوری اسلامی ایران و به هدف بازدید از ظرفیت‌ها، توانمندی‌ها و فناوری‌های این کشور در زمینه طرح‌های آب و خاک، به ویژه روش‌های پیشرفته آبیاری، در رأس یک هیئت از کارمندان وزارت زراعت به ایران سفر کرد.
این سفر به منظور هماهنگی بیشتر میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان و وزارت جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران انجام شده است. در جریان سفر، معین زراعت و مالداری و  هیئت همراهش فرصت‌های موجود در سکتور زراعت و مالداری افغانستان را برای سرمایه‌گذاران ایرانی معرفی کرده و اطمینان لازم برای سرمایه‌گذاری آنان فراهم خواهند کرد.
همچنین انتظار می‌رود در این سفر، معین وزارت زراعت با مسئولان وزارت جهاد کشاورزی ایران دیدار کرده و در مورد تقویت روابط زراعتی و حل مشکلات موجود بحث و تبادل نظر نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت