افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
نشست پیرامون انکشاف صنعت مرغداری در افغانستان برگزار شد

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د کرنې او مالدارۍ خونې، د چرګانو پالنې ټولنې او خصوصي سکټور د استازو په ګډون، په هېواد کې د چرګانو روزنې د صنعت د پراختیا د لارو چارو د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې د اسلامي امارت موخه په هر ډول شرایطو کې د چرګانو روزنې د سکټور پراختیا ده، څو له دې لارې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته شي او په هېواد کې دننه د صحي او سالمو خوراکي توکو د تولید زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د چرګوړو، د چرګانو غوښې، هګیو او د چرګانو د خوراکي توکو د تولید د زیاتوالي، همداراز د مورنیو چرګانو د روزنې د مرکزونو (مادر سټاک) او د چرګوړو د ایستلو د مرکزونو (هېچریو) د جوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همداراز، ګډونوالو د صنعتکارانو، دولتي ادارو او سوداګرو ترمنځ پر همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د متقابلو همکاریو له لارې به په افغانستان کې د چرګانو پالنې د صنعت د لا ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت