ازبکستان هېواد ته دکرنې وزارت او دکرنې او مالدارۍ خونې د پلاوی سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۱:۴۹
ازبکستان هېواد ته دکرنې وزارت او دکرنې او مالدارۍ خونې د پلاوی سفر

۳۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ د خونې د رییس خان محمد  فروتن په حضور کې د ازبکستان هېواد ته سفر وکړ.
دا سفر افغانستان ته د ازبکستان د ولسمشر د مرستیال او ورسره ملګري پلاوي د سفر په دوام دی، چې موخه یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا او د کرنې او مالداۍ په سکټور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول دي. 
ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان د اوبولګولو وزارت له مسوولینو سره وګوري او د غنمو او پنبې د اصلاح شویو تخمونو، روزنې، وریجې، د څاڅکو اوبولګولو ترویج، د بڼوالۍ پراختیا، د کارکوونکو وړتیا لوړولو، د افغانستان په وچو او شاړو ځمکو کې پانګونې او په یوشمېر نورو برخوکې د ازبکستان د اوبولګولو وزارت له چارواکو سره خبرې اترې او د نظرونو د تبادلې ترڅنګ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.
ددې سفر په ترڅ کې د افغانستان دکرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوي صدیق الله رحماني، د حیواني روغتیا رییس داکتر مختار محسني، د خاورې پېژندنې د څېړنیو رییس انجنیر حمیدالله احمدزی،  د کرنې وزارت د مقام سلاکار محمد ولي وزیري، د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار ډاکټر محمد رفیع باوري، دکرنې او مالدارۍ خونې لومړۍ مرستیال اختر محمد احمدي او د افغانستان دکرنې او مالدارۍ خونې د دارالنشاء رییس محمدقاسم یوسفي دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ملتیا کوي.

سفر هیئت وزارت زراعت و اتاق زراعت و مالداری به کشور ازبکستان 
۳۰ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  افغانستان به سرپرستی مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با حضور خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری به کشور ازبکستان سفر کردند.
این سفر به ادامه سفر معاون رئیس جمهور کشور ازبکستان و هیئت همراهش به افغانستان، به کشور ازبکستان انجام می‌شود که هدف از آن تقویت روابط و هماهنگی میان سرمایه گذاران سکتور زراعت و مالداری و گسترش همکاری‌ها میان دو کشور در بخش زراعت، مالداری می باشد.
قرار است در جریان این سفر هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان با مسوولان وزارت آبیاری کشور ازبکستان دیدار کرده و پیرامون گسترش همکاری‌های در بخش‌های تخم‌های اصلاح شده گندم و پنبه، پرورش برنج، ترویج آبیاری قطره‌ای،  انکشاف باغداری، ارتقاء ظرفیت کارمندان، سرمایه گذاری در زمین‌های خشک افغانستان و سایر بخش‌ها با مسوولان وزارت آبیاری کشور ازبکستان بحث و تبادل نظر نموده و تفاهم‌ نامه‌های همکاری را به امضا برسانند.
در جریان این سفر مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  را خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان، مولوی صدیق الله رحمانی رئیس تصدیق دهی تخم‌های بذری، داکتر مختار محسنی رئیس صحت حیوانی، انجینر حمید الله احمدزی رئیس تحقیقات خاک شناسی، محمد ولی وزیری مشاور مقام وزارت زراعت، داکتر محمد رفیع باوری مشاور معین زراعت و مالداری، اختر محمد احمدی معاون اول اتاق زراعت و مالداری و محمد قاسم یوسفی رئیس دارالنشاء اتاق زراعت و مالداری افغانستان همراهی می کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت