اروزګان کې د وړیو راټولولو۱۶ مرکزونه جوړ شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۰:۵۲
اروزګان کې د وړیو راټولولو۱۶ مرکزونه جوړ شوي

۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا، د «ډي، سي، اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دمرکز ترڅنګ د۴  ولسوالیو یوشمېر مالداران د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ  په برخه کې روزل شوي دي.
د اروزګان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت مرکزترینکوټ ترڅنګ دخاص اروزګان ، دهراود ،چوره اوچنارتو ولسوالیو کې دوړیو راټولولو په پار ۱۶ مرکزونه جوړ شوي دي، چې ددغو مرکزونو اړوند مالدارانو ته د وړیو راټولولو او سرت بندۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شوې ده.
ددغو روزنیزو پروګرامو په لړکې مالدارانو ته د څارویو د وړیو راټولولو، سرت بندۍ او دوړيو راټولونکو او بازار ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د اروزګان د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۱:۱۶
Background image

هلمند کې د مالوچو کروندګرو ته د نباتي آفتونو مخنیوی په اړه لارښوونې وشوې

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو له خوا، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د یوه چکډېم او کانال رغنیزې چارې پیل شوې

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددغه ولایت د هسکې مېنې ولسوالی د ګوګري په کلي کې د یوه چکډېم او کانال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۸
Background image

د کندهار بولدک ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو او لېږد توکي ووېشل شوې


۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په بولدک. . .

بازگشت