ارغستان کې دبابو بند رغنيزې چارې بشپړې شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۴:۴۲
کندهار


۲۵ ليندۍ ۱۳۹۹
د کندهار د ارغستان په ولسوالۍ کې دبابو بند رغنيزې چارې بشپړ شوي دي.
ددې بند رغنيزې چارې تېرکال دغبرګولي په مياشت کې د اته ميليونه او۴۳۶زره او ۸۷افغانيو په لګښت دکرنې وزارت دپراختيايي بوديجې له لارې پيل شوې وې.
دکندهار ولايت دکرنې رييس حفيظ الله سيدي وايي، چې ياد بند د۱۲۶۰۰۰ متر مکعب اوبو وړتيا لري او په جوړېدو سره يې، څه باندې لس زره جريبه ځمکه دخړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي. هغه وويل، چې ددې بند جوړول دځمکې لاندې داوبو پياوړتيا، دخاورې دتخريب مخنيوی، دسېلابونو کنټرول، دسيمې سمسورتيا او دمالدارانو دڅښاک اوبو په چمتوکولو کې مرسته کوي.
دکندهار دکرنې رييس وايي، چې په وروستيو دوو کلونو کې د ارغستان ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې داوبو لګولو ۸۳ لويې او وړې پروژې پلي کړي دي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۴۸
Background image

ننګرهار ته دکرنې وزیر سفر او دهېواد د ځنګلونو په ساتنه او بیارغونه یې ټینګا

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري، د يوې لوړپوړې پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته دخپل سفر په ترڅ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

د کرنې وزارت لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۸:۳۵
Background image

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نويو رییسانو پېژندنه

 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د منظوري پر بنسټ، محمد اکبر امیني چې مخکې د یاد وزارت د اداري رییس په توګه دنده ترسره کوله، د خصوصي. . .

بازگشت