ارزګان کې د ورځې ۱۸۰۰ لیټره شېدې تولیدېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۳:۲۹
ارزګان کې د ورځې ۱۸۰۰ لیټره شېدې تولیدېږي

۶ سلواغه ۱۳۹۹
ارزګان یو له هغو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د بېلابېلو سبو، غلو دانو او مېوو د تولید ترڅنګ، په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت هم غوړېدلی، چې ورسره په دې ولایت کې د لبني محصولاتو د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په ارزګان کې د دودیزې مالدارۍ ترڅنګ د غوا روزنې پنځه فارمونه چې په کې تر ۹۰ غواوې روزل کېږي شتون لري، چې له دغو غواوو څخه ډېر شمېر یې شېدې ورکوونکي دي. د ارزګانولایت د غواساتنې په فارمونو کې یوشمېر کسانو ته په نېغه او نانېغه توګه د دندې زمینه هم برابره شوې ده.
د چارواکو په خبره له دغو فارمونو څخه د ورځې ۱۸۰۰لیټره شېدې تر لاسه کېږي.
د ارزګان د غوا روزنې فارمونه ته په داسې حال کې د ودې زمینه برابره شوې، چې د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت مالدارانو ته په ګڼو برخو کې بېلابېل پراګرامونه پلي شوي، چې له هغې ډلې یې، د واکسینونو پلي کول، داوا پاشي، عامه پوهاوی او د اړوند وسایلو ورکړه هغه څه دي چې مالدارانو ته د ترسره شو دي.
ددې ترڅنګ د مالدارانو روزل، په مرکز او ولسوالیو کې د ناروغو څارویو سمپل اخېستل، د کنې او کانګو ضد کمپاینونه په لاره اچول هغه څه دې، چې په د روان کال په ترڅ کې د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا تر سره شوي دي.
افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره بريده په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې وروستیو کې د مالدارۍ او د لبنیاتو د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. د لبنیاتو پروسس او د مالدارو کورنیو اقتصادي ودې ته د کرنې وزارت پاملرنه تر پخوا زیاته شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت