لوګر کې د «هوني سیدان» د اوبولګولو شبکه او سربند ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Tue, Jun 29 2021 5:00 PM
لوګر کې د «هوني سیدان» د اوبولګولو شبکه او سربند ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۸چنګاښ ۱۴۰۰
د لوګر ولایت مرکز اړوند د «هوني سیدان» کلی د اوبولګولو د شبکې او سربند د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د اوبولګولو یاده شبکه او سربند د کرنې وزارت اړوند د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» له لارې د کرنې پراختیا نړیوال مرستندویه صندوق «IFAD» په مالي مرسته بیارغول شوي دي.
د هوني سیدان د اوبولګولو شبکه ۴۷۴ متره اوږدوالی لري او دوه زره او ۲۰۰ جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د اوبولګولو د یادې شبکې او سربند جوړول د اوبو د ضایعاتو مخه نیولې او د بزګرانو د محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته کوي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS