د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه د راتلونکي کال د برنامو په هکله دکرنې وزیر ته راپور وړاندې کړه

mail-admin
Mon, Jan 04 2021 2:50 PM
د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه د راتلونکي کال د برنامو په هکله دکرنې وزیر ته راپور وړاندې کړه

۱۵مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» چارواکو د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅه کې د یادې پروژې د فعالیتونو او د ۱۴۰۰م کال د برنامو په هکله د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ته راپور وړاندې کړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې اوخوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه «EATS» د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق « ARTF» په ملاتړ د ۲۰۲۰ام کال په اګسټ کې خپلې چارې پیل کړي او ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۲۲ام کال تر اګسټ میاشتې پورې په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت ولري.
په دې غونډه کې، د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې رییس فهیم رحیم وویل، چې په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د هېواد په کچه ددې پروژې له لارې پر بزګرانو د ۱۴زره مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه. ښاغلی رحیم زیاته کړه، چې تر دې دمه ددغو تخمونو د وېش لړۍ نږدې ۸۰ سلنه بشپړ شوی دی.
فهیم رحیم دغه راز وویل، چې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه به د ۱۴۰۰ام مالي کال په ترڅ کې د ۵۵ میلیونه ډالره بودیجې سره به د هېواد په کچه د اوبولګولو، د آبرېزو مدیریت، د غنمو اصلاح شویو تخمونو وېش او د نویو بڼونو جوړولو په برخه کې فعالیت ولري. ښاغلی رحیم وویل، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبولګولو د ۱۲۰ کانالونو په جوړولو او بیارغونې سره څه باندې ۳۰ زره هکټاره ځمکه خړوبیږي او دغه راز د ترچتر لاندې سیمو د بزګرانو کرنیز محصولات هم ۱۵ سلنه زیاتیږي او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه هم نیول کیږي.
د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې رییس وایي، یاده پروژه په پام کې لري، چې په ۱۴۰۰ام کال کې د هېواد په کچه پر ۳۲۰ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشي. د هغه په خبره، ددغو تخمونو په وېش سره د بزګرانو د غنمو حاصلات تر ۳۰ سلنه زیاتیږي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي   وویل، چې د چوپړتیاوو وړاندې کول باید انډولیز پراختیا ته په پام سره تر سره شي. هغه دغه راز ټینګار وکړچې د کانالونو په جوړولو او بیارغونې سره باید ډېرې کرنیزې ځمکې د خړوبولو ترپوښښ لاندې راوستل شي.
دکرنې وزیر دغه راز وویل، چې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه دې باید په ۱۴۰۰ام مالي کال کې د مېوو ډېرو بڼونو جوړولو په پار بودیجه ځانګړې کړي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS