نیمروز کې د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

content_admin
Sun, Sep 27 2020 10:58 AM
نیمروز کې د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي
د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مرکز او درې ولسوالیو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه د ۳۵ پروژو چارې روانې دي، چې رغنیزې چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د نیمروز ولایت د کرنې ریاست د کرنېزو چارو امر انجنیر ذبیح الله اولیازاده وایي، چې په دې ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو ستونزو د را کمېدو په پار ۳۵ پروژې پلي کیږي، چې په دغو پروژو کې د پیازو ۱۵ زېرمتونونه او ۲۰ ممیزخونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د اولیازاده په وینا د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د خرابېدو، خوسا کېدو او د ټیتې بیې پلور مخه ونیول شي تر څو له یوې خوا د کروندګرو حاصلات وساتل شي او لې بلې خوا د بازار مدیرت هم وشي.
په تېرو کلونو کې د نیمروز ولایت یوشمېر بزګران د زېرمتونونو او ممیزخونو د نه شتون له وجې خپل محصولات په ټیټه بیه خرڅول او یا ترې خوساکېدل خو سږکال دوی په دې خوښ دي، چې دکرنې وزارت له خوا د دوی لپاره زېرمتونونه او ممیزخونې جوړيږي، چې دوی وکولای شي، خپل محصولات په کې خوندي او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې مارکېټ ته وړاندې کړي.
په نیمروز ولایت کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کول ددې ترڅنګ چې، د بزګرانو او بڼوالو له هرکلی سره مخ او د دوی د خوښي لامل شوي دي ددې ولایت یوشمېر اوزګارو کسانو ته د دندې زمینه هم برابره کړې ده. د هغو کسانو له ډلې چې په دغو پروژو کې کار کوي یو هم حمید عبدالقادر دی، هغه وایي خوښ دی، چې په خپله سیمه کې ورته د دندې زمینه برابره شوې ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو ته نږدې ۱۲ زره ودانۍ جوړوي او دغه راز د سبو او مېوو د وچوونکو دستګاوو په وېش سره سلګونو مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS