د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

mail-admin
Thu, Sep 10 2026 10:42 AM

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات لپاره د زیانمنو ټولنو پیاوړتیا» پروژې په چوکاټ کې، د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر او همغږۍ لاندې، ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي په شفاف او منظم ډول ووېشل شول.
د یادو مرستو په لړ کې هر مستحق بزګر ته۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سرهاو ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوې ده.
د مرستو د وېش بهیر د اړوندو مسؤلینو او استازو په حضور کې ترسره شو او د مستحقو بزګرانو د پېژندنې او توکو د وېش پر مهال د روڼتیا او ټاکل شویو معیارونو رعایت ته ځانګړې پاملرنه وشوه.
د یادې پروژې موخه د بزګرانو د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هغوی د مقاومت د پیاوړتیا او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې مرسته کول دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ورته پروژو د تطبیق او څارنې په برخه کې د همکارو مؤسسو د فعالیتونو هرکلی کوي او ټینګار کوي، چې کرنیزې مرستې باید په شفاف، عادلانه او د ټاکل شویو معیارونو مطابق مستحقو بزګرانو ته ورسېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS