ننګرهار کې د ممپلیو حاصلات ۱۱۱۵ مټریک ټنه اټکل شوي

mail-admin
Tue, Sep 08 2026 2:14 PM
ننگرهار اېکینچیلیک، چارواچیلیک و سووغاریش ریاستی نینگ ایتیشیچه، جاری ییل اوشبو ولایت اۉن اولسواللیگیده ۲۱۵۳ جریب یېرده ممپلی اېکیلگن، معلوماتلرگه کۉره بو یېرلردن چمه‌سی ۱۱۱۵ متریک تُن ممپلی قۉلگه کېلگن.

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۱۱۱۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د ممپلیو کرکېله د بهسود، کوزکونړ، بټي کوټ، سره رود، خوږیاڼو، پچیراګام، هسکې مېنې، حصارک، شیرزاد او چپرهار ولسوالیو په کرنیزو ځمکو کې ترسره شوې ده.
د یاد ریاست د ترویجې پروګرامونو له لارې د ممپلیو د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه، په یادو ولسوالیو کې ۲۷۸۰ تنو بزګرانو ته د ممپلیو د کرلو، اوبولګولو، د ناروغیو او افتونو د کنټرول، حاصل راټولولو او نورو اړوندو برخو کې لازمې روزنې او عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، هڅې یې روانې دي چې بزګران د نوې او معیاري کرنیزې ټکنالوژۍ له کارولو سره بلد کړي، څو د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو کچه لوړه او د تولید کچه زیاته شي.
د کرنې ریاست په وینا، د کرنیزو محصولاتو د تولید زیاتوالی نه یوازې د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته کوي، بلکې د هېواد د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره هم مهم رول لري.


حاصلات ممپلی در ننگرهار ۱۱۱۵ متریک تُن برآورد شده است
۱۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار می‌گوید که امسال در ده ولسوالی این ولایت، ممپلی در ۲۱۵۳ جریب زمین کشت شده است که بر اساس برآوردها، از این زمین‌ها حدود ۱۱۱۵ متریک تُن ممپلی حاصل به‌دست خواهد آمد.
براساس معلومات ریاست زراعت ننگرهار، کشت ممپلی در زمین‌های زراعتی ولسوالی‌های بهسود، کوزکنر، بتی‌کوت، سره‌رود، خوگیانی، پچیراگام، هسکه‌مینه، حصارک، شیرزاد و چپرهار انجام شده است.
ریاست زراعت ننگرهار از طریق برنامه‌های ترویجی خود، به‌منظور افزایش حاصلات ممپلی و ارتقای ظرفیت‌های مسلکی کشاورزان، به ۲۷۸۰ تن از کشاورزان در ولسوالی‌های یادشده در زمینه‌های کشت ممپلی، آبیاری، کنترول بیماری‌ها و آفات، جمع‌آوری حاصلات و سایر بخش‌های مرتبط، آموزش‌ها و آگاهی‌دهی‌های لازم ارائه کرده است.
مسؤولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار می‌گویند که تلاش‌ها برای آشنا ساختن کشاورزان با استفاده از تکنالوژی‌های جدید و معیاری زراعتی ادامه دارد تا سطح حاصلات محصولات زراعتی افزایش یافته و میزان تولید بیشتر شود.
به گفته ریاست زراعت، افزایش تولید محصولات زراعتی نه‌تنها به بهبود وضعیت اقتصادی کشاورزان کمک می‌کند، بلکه در تقویت اقتصاد زراعتی کشور و رشد تولیدات داخلی نیز نقش مهمی دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS