پکتیا کې د شاتو مچیو د کنې ضد درمل ووېشل شو

content_admin
Wed, Feb 26 2020 9:09 AM
 پکتیا کې د شاتو مچیو د کنې ضد درمل ووېشل شو

۶ کب ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لاغوړېدا په پار د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې اوهمکارۍ کوي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د شاتو مچیو روزونکو او فارم لرونکو سره د مرستې اوهمکاریو په دوام داځل ددې ولایت د شاتو مچیو پر یوشمېر مخکښو فارم لرونکو د شاتو مچیو د کنې ضد درمل « Formic acid» وېشلي دي او فارم لرونکو ته د ناروغیو او درملنې په برخه کې عملي او نظري پوهاوی هم ور کړی دی.
په پکتیا کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړی او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې لامیل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS