کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول
۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني او د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د وزارت د یو شمېر رییسانو او کارکوونکو په حضور کې د افغانستان اسلامي امارت بیرغ پورته کړ. مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې د آزادۍ او د کابل د فتحې لپاره د اسلامي امارت د مجاهدینو هڅې یادې کړې او دغه ورځ یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مهمو پېښو څخه وبلله. د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان هم د دې ورځې د نمانځنې او د افغانستان اسلامي امارت د ارزښتونو او د هېواد د لاسته راوړنو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
دغه مراسم د زمري د ۲۴مې، د کابل د فتحې د کلیزې د نمانځنې په موخه ترسره شول؛ هغه ورځ چې پنځه کاله وړاندې کابل د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغی او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د هغوی د متحدینو د حضور د پای ته رسېدو پيلامه وګرځېده.
