د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

mail-admin
Thu, Aug 13 2026 8:30 AM
بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په ملتیا، په کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ایراني پلاوي د نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه لیدنه وکړه او د افغانستان له کرنیزو، مالدارۍ او اړوندو صنایعو له محصولاتو او تولیداتو سره بلد شو.                       د لیدنې پر مهال ایراني پلاوي ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د تولیدونکو او خصوصي سکټور وړتیاوې او ظرفیتونه هم ور وپېژندل شول.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ایراني پلاوي د ملتیا پر مهال، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د شته ظرفیتونو، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او په دې برخو کې د همکارۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه د لېوالتیا څرګندولو ترڅنګ، په افغانستان کې له شته تولیداتو او ظرفیتونو څخه لیدنه وکړه.
د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نړۍوال نندارتون، د کورنیو تولیداتو دپېژندنې، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازار د رامنځته کولو، له تولیدونکو څخه د ملاتړ او په دې برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د کابل ښار په چمن حضوري کې د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS