پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

mail-admin
Mon, Aug 03 2026 3:38 PM
پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو دوه تنه نیول شوي او د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، یو تن د شکین ولسوالی د شریونیتو کلي او بل تن د اسالوخان کلي په اړونده سیمه کې د شنو ونو په ناقانونه وهلو بوخت وو، چې د شکین ولسوالۍ د استخباراتو له همکارۍ او د کرنې ریاست د مسؤلینو په ګډو هڅو ونیول شول.
نیول شوي کسان د قانوني څېړنو او لازمو اجراآتو په موخه جنايي ادارې ته سپارل شوي، ترڅو د نافذه قوانینو له مخې ورسره چلند وشي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي ځنګلونو او شنو ونو ساتنه خپله اساسي دنده ګڼي او ټینګار کوي، چې د طبیعي سرچینو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. دغه ریاست له هېوادوالو غواړي، چې د ځنګلونو او شنو ونو د ساتنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو او د طبیعي سرچینو د تخریب مخه ونیسي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS