«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

mail-admin
Sun, Aug 02 2026 3:15 PM
دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت در برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» بازتاب یافت

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره شریکې شوې. دغه ناسته د «اقتصاد او ځان‌بسیاینې اوونۍ» په مناسبت، د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په چوکاټ کې جوړه شوې وه، چې پکې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه جزئیات ورکړل.
ذبیح‌الله مجاهد وویل، د کرنې وزارت په تېر یوه کال کې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د ملاتړ او د هېواد د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې مهم پروګرامونه او پروژې عملي کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، د کرنې په برخه کې د دغه وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه په ۱۲ ولایتونو کې د ۶۰۰ مټریک ټنه اصلاح شویو د غنمو تخمونو وېش، د وریجو ۸۹۱ ننداریزې کروندې جوړول، د جوارو ۶۲۰ ننداریزو کروندو رامنځته کول، د څاڅکي اوبولګولو په سیستم سمبال د ۱۰۰۱ جریبه مېوه‌لرونکو بڼونو جوړول او د ۱۶۶ جریبه نویو سوداګریزو بڼونو رامنځته کول شامل دي.
د هغه په وینا، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د اوبولګولو شبکو او ودانیو بشپړول، په کندهار ولایت کې د اوبولګولو د څلورو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل، په ارزګان ولایت کې د اوبولګولو د دوو پروژو بشپړول او د هېواد په اوو ولایتونو کې د ۲۶ زره مترو د اوبو ایستلو شبکې جوړول، د تېر یوه کال په ترڅ کې د کرنې وزارت له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي.
د اسلامي امارت ویاند همدارنګه وویل، په فاریاب ولایت کې د ۱۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکي عصري سړې خونې کمپلکس او په ننګرهار، لغمان، کندهار او ارزګان ولایتونو کې د اوبولګولو اته پروژې بشپړې شوې دي. همدارنګه، په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکي عصري سړې خونې د کمپلکس د جوړولو چارې لا هم روانې دي.
هغه زیاته کړه، د هېواد د خوراکي زېرمو د تأمین په موخه، د کرنې وزارت د بزګرانو ۲۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم پېرلي او زېرمه کړي دي، ترڅو د اړتیا پر مهال اړمنو کسانو ته ووېشل شي.
همدارنګه، په دې پروګرام کې وویل شول، چې د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا مالي صندوق، د مرابحې او مضاربت د معاملو له لارې د بزګرانو او کرنیز سکتور د تمویل لپاره دوه میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د «حکومت د رسنیو په هېنداره کې» پروګرام د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کوربه‌توب، د حکومت د رسنیو په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ویاند مولوي شیر محمد حاتمي او د اړوندو ادارو د ویاندویانو په ګډون ترسره شو. په دې پروګرام کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اقتصاد، کانونو او پټرولیم، مالیې، ترانسپورټ او هوايي چلند، صنعت او سوداګرۍ او ټولګټو وزارتونو د یوه کال لاسته راوړنې هم وړاندې شوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS