د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

mail-admin
Tue, Jul 28 2026 4:16 PM
دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئول برنامه‌های کمیته هالند برای افغانستان

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول ډاکټر فریدون سره په کتنه کې، د کرنې وزارت د لومړیتوبونو، پالیسیو او سټراټېژۍ پر بنسټ د ګډو همکاریو پر دوام او د کرنیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
د همغږۍ او تخنیکي دا ناسته د دواړو لوریو د تخنیکي همکارانو په شتون کې ترسره شوه او په‌کې دواړو خواوو د کرنې په برخه کې د همکاریو د پراختیا او د پرمختیایي پروګرامونو د پلي کولو په تړاو خبرې اترې وکړې.
مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د همکاریو د ستاینې ترڅنګ، د کرنې سکتور د پراختیا په لاره کې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې د دې بنسټ ټول فعالیتونه او پروژې دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لومړیتوبونو، پالیسیو او سټراټېژۍ له مخې ډیزاین او پلي شي.
په ورته وخت کې، ډاکټر فریدون د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو په برخه کې د کرنې وزارت له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا اداره به په راتلونکي کې هم په افغانستان کې د کرنې په برخه کې نورې پروژې پلې کړي.
په پای کې، دواړو لوریو د هېواد د کرنې سکتور د تلپاتې پراختیا په لاره کې د همغږۍ پر پیاوړتیا، د تخنیکي همکاریو پر دوام او د اغېزناکو پروګرامونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS