د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

mail-admin
Mon, Jul 13 2026 4:15 PM
د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د یو مسلکي تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اوبو د اغېزمن مدیریت، د اوبو لګولو د پروژو د څارنې او ارزونې او د نوې ټکنالوژۍ د ترویج په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې مولوي معاذالله عادل د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد سره وکتل او د اوبو د مدیریت، د اوبو لګولو د پروژو د پرمختګ او راتلونکو پلانونو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
مولوي معاذالله عادل وویل، د دې سفر موخه په ننګرهار کې د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت لپاره د اوبو لګولو د بېلابېلو پروژو سروې، څارنه او ارزونه ده، څو د اړتیا پر بنسټ نوې او ګټورې پروژې طرحه او پلې شي. نوموړي زیاته کړه، د وزارت له لوري بزګرانو ته د اوبو سپما کوونکو عصري سیستمونو، په ځانګړي ډول د څاڅکي اوبو لګولو او نوې ټکنالوژیو د ترویج په برخه کې هم لازم تخنیکي خدمات وړاندې کېږي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې د یاد سفر پر مهال به په ننګرهار کې د جوړو شوو چکډېمونو، بندونو، سربندونو او کانالونو تخنیکي څارنه او ارزونه هم ترسره شي، ترڅو د دغو پروژو اغېزمنتیا وارزول شي او د اړتیا په صورت کې د لا ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په ننګرهار کې د کرنې وزارت له لوري پلي شوې د اوبو لګولو پروژې اغېزمنې وبللې او ویې ویل، چې دغو پروژو د کرنیزو ځمکو په خړوبولو، د اوبو د ضایعاتو په کمولو او د بزګرانو د حاصلاتو په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي د کرنې وزارت له مسؤلینو وغوښتل، چې په ننګرهار کې د اوبو د مدیریت، د اوبو لګولو د عصري سیستمونو د پراختیا او د نویو پروژو د پلي کولو په برخه کې لا زیاتې همکارۍ وکړي، څو د اقلیم بدلون او د اوبو کمښت له ننګونو سره په اغېزمنه توګه مبارزه وشي او د کرنې سکتور لا پیاوړی شي.


رئیس آبیاری و تکنالوژی جدید وزارت زراعت به منظور مدیریت بهتر آب و ارزیابی پروژه‌ها به ننگرهار سفر کرد
۲۲ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی معاذالله عادل، رئیس آبیاری و تکنالوژی نوین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در رأس یک هیأت تخنیکی و مسلکی، به منظور مدیریت مؤثر منابع آب، نظارت و ارزیابی پروژه‌های آبیاری و ترویج تکنالوژی‌های نوین، به ولایت ننگرهار سفر کرد.
در جریان این سفر، مولوی معاذالله عادل با مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، دیدار کرده و پیرامون مدیریت منابع آب، پیشرفت پروژه‌های آبیاری و برنامه‌های آینده گفت‌وگوی همه‌جانبه انجام داد.
مولوی معاذالله عادل گفت که هدف از این سفر، سروی، نظارت و ارزیابی پروژه‌های مختلف آبیاری به‌منظور مدیریت مؤثر منابع آب در ولایت ننگرهار است تا بر اساس نیاز، پروژه‌های جدید و مؤثر طراحی و تطبیق شوند. وی افزود که وزارت زراعت در بخش ترویج سیستم‌های مدرن صرفه‌جویی در مصرف آب، به‌ویژه سیستم آبیاری قطره‌ای و سایر تکنالوژی‌های نوین، خدمات تخنیکی لازم را نیز به دهقانان ارائه می‌کند.
وی همچنین اظهار داشت که در جریان این سفر، نظارت و ارزیابی تخنیکی چکدم‌ها، بندها، سربندها و کانال‌های ساخته‌شده در ننگرهار نیز انجام خواهد شد تا میزان مؤثریت این پروژه‌ها بررسی شده و در صورت نیاز، اقدامات لازم برای بهبود آن‌ها روی دست گرفته شود.
در همین حال، مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پروژه‌های آبیاری تطبیق‌شده از سوی وزارت زراعت را مؤثر توصیف کرد و گفت که این پروژه‌ها در آبیاری زمین‌های زراعتی، کاهش ضایعات آب و افزایش حاصلات دهقانان نقش مهمی داشته‌اند.
وی از مسئولان وزارت زراعت خواست تا همکاری‌های بیشتری را در زمینه مدیریت منابع آب، گسترش سیستم‌های مدرن آبیاری و تطبیق پروژه‌های جدید در ولایت ننگرهار انجام دهند تا با چالش‌های ناشی از تغییرات اقلیمی و کمبود آب به‌گونه مؤثر مقابله شده و بخش زراعت بیش از پیش تقویت شود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS