د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

mail-admin
Sat, Jul 11 2026 3:24 PM
د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» په مالي او  د افغانستان د کلیو د بیارغونې ټولنې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول.
دغه پروګرام د کورنیو د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا، د مرخیړیو د تولید د زیاتوالي، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او د کلیوالي کورنیو لپاره د دوامدارو عایداتي سرچینو د رامنځته کولو په موخه پلي شوی دی. د دې پروګرام له لارې به برخمنې شوې ښځې وکولای شي په خپلو کورونو کې د مرخیړیو تولید او روزنه پیل کړي، خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي او د کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ اضافي تولیدات بازار ته هم وړاندې کړي.
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، د کرنې په برخه کې د ښځو د ګډون پیاوړتیا او د کوچنیو عایداتي پروژو ملاتړ د کلیوالي اقتصاد د ودې او د خوړو د خوندیتوب د ټینګښت لپاره مهم رول لري. د دوی په وینا، دا ډول پروګرامونه نه یوازې د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د ځان‌بساینې په برخه کې هم اغېزناک تمامېږي.
د یادونې وړ ده، چې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دولتي او همکارو مؤسسو په همغږۍ، د کرنې د ودې، د خوړو د خوندیتوب د تأمین، د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کلیوالي کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ورته پراختیایي پروګرامونه په بېلابېلو ولسوالیو کې پلي کوي، څو د کرنیز تولید د زیاتوالي او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS