پکتیا کې د طاعون کمپاین د مؤثر تطبیق په پار لسګونو  خصوصي وټرنر داکترانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
Sat, Jul 11 2026 9:06 AM
پکتیا کې د طاعون کمپاین د مؤثر تطبیق په پار لسګونو  خصوصي وټرنر داکترانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، په مرکز ګردیز او اتو ولسوالیو کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي او د کمپاین د مؤثرې ترسره کولو په موخه ۵۰ تنه مسلکي خصوصي وټرنر داکترانو ته دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل شو.
د پکتیا کرنې ریاست رییس مولوي سید امین هاشمي وایي؛ چې په دې روزنیز پروګرام کې نه یوازې د پکتیا، بلکې د پکتیکا، خوست، غزني او لوګر ولایتونو خصوصي وټرنر داکتران هم شامل دي. هغوی ته د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین مؤثر تطبیق په موخه روزنه ورکول کېږي، ترڅو د عملي چارو پر مهال له هر ډول ستونزې مخنیوی وشي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې ددی زون لپاره ۳۵۰ زره دوزه واکسین په نظر کي نیول شوی او ددې له ډلې څځه د پکتیا لپاره ۶۳ زره دوزه د طاعون واکسین ځانګړي شوي دي، کوم چې به د پکتیا مرکز ګردیز ترڅنګه زرمت، احمدابا، وزی ځدراڼ، میرزکه، لجه منګل، ډنډه پټان، څمکني او جاني خیلو ولسوالیو کې تطبیق شي، چې دغه کمپاین به په راتلونکي دوه ورځو کې پیل او د یوې میاشتې په موده کې پلي کېږي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پکتیا د کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، په مرکز ګردیز او اووه ولسوالیو کې شاوخوا ۵۰ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین شوي وو.

برای تطبیق مؤثر کمپاین طاعون در پکتیا، برنامه آموزشی برای ده‌ها داکتر خصوصی وترنری آغاز شد
۲۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، با حمایت مالی اداره خوراک و زراعت ملل متحد «فاو» و تحت نظارت مستقیم مدیریت مالداری، برنامه آموزشی دو روزه برای ۵۰ تن از داکتران مسلکی خصوصی وترنری، به‌منظور جلوگیری از بیماری طاعون و تطبیق مؤثر کمپاین واکسین در مرکز گردیز و هشت ولسوالی این ولایت آغاز شد.
مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت پکتیا می‌گوید که در این برنامه آموزشی، علاوه بر داکتران خصوصی وترنری پکتیا، داکترانی از ولایت‌های پکتیکا، خوست، غزنی و لوگر نیز اشتراک دارند. به گفته وی، در این برنامه به آنان آموزش‌های لازم در مورد تطبیق مؤثر واکسین در برابر بیماری طاعون ارائه می‌شود تا در جریان فعالیت‌های عملی از بروز هرگونه مشکل جلوگیری شود.
رئیس زراعت پکتیا افزود که برای این حوزه ۳۵۰ هزار دوز واکسین در نظر گرفته شده که از این میان ۶۳ هزار دوز آن برای ولایت پکتیا اختصاص یافته است. این واکسین‌ها در مرکز گردیز و ولسوالی‌های زرمت، احمدآبا، وزی ځدراڼ، میرزکه، لجه منگل، ډنډه پټان، څمکنی و جانی‌خیل تطبیق خواهد شد.
وی گفت که این کمپاین در دو روز آینده آغاز شده و در مدت یک ماه به‌گونه کامل تطبیق خواهد شد.
قابل یادآوری است که پیش از این نیز به تلاش ریاست زراعت پکتیا و با حمایت مالی اداره خوراک و زراعت ملل متحد «فاو»، حدود ۵۰ هزار رأس حیوانات کوچک در مرکز گردیز و هفت ولسوالی این ولایت به‌منظور جلوگیری از بیماری طاعون واکسین شده بودند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS