د نورستان کامدېش کې زرګونو کورنیو ته د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د پیاوړتیا په‌پار نغدي مرستې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, Jun 22 2026 10:23 AM
د نورستان کامدېش کې زرګونو کورنیو ته د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د پیاوړتیا په‌پار نغدي مرستې ووېشل شوې

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د«ارارډي‌پي‌او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډدبلیوافپي» مالي ملاتړ، د کامدېش ولسوالی ۵،۵۸۸ مستحقو کورنیو ته د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه د ۴۹۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د دغو مرستو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل، د دې مرستو اساسي موخه د مستحقو کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه کول، د ښځو لپاره د کور دننه د کار او تولید زمینه برابرول او د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو پیاوړي کول دي.
د نوموړي په وینا، دغه مرستې به ښځو ته دا فرصت برابر کړي، چې د کرنې او اړوندو کوچنیو کاروبارونو له لارې د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د حلال عاید دوامدارې سرچینې رامنځته کړي او د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې فعاله ونډه واخلي.
د پروژې مسؤلینو څرګنده کړه، چې د کامدېش ولسوالی د ښځینه مستحقینو لپاره د کوچنیو کاروبارونو د پیل او پراختیا په موخه ټولټال ۷۰۰ امریکایي ډالر ځانګړي شوي دي. د مرستو لومړی پړاو اوس بشپړ شوی او پاتې مرستې به په راتلونکو دوو پړاوونو کې پر مستحقو کورنیو ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول پروګرامونه د کلیوالي ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا، د کورنیو د عایداتو د زیاتوالي او د دوامدارو کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره اغېزمن ګام بلل کېږي.
د کلیوالي کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د بې وزلۍ د کچې د راکمولو او د کورنیو عایداتي سرچینو د پراختیا په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نړۍوالو مرستندویو ادارو په همکارۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د ودې او ملاتړ پروګرامونه پلي کوي. دغه پروګرامونه په ځانګړې توګه د ښځو اقتصادي مشارکت ته وده ورکوي او هغوی ته د کور دننه د عایداتو د رامنځته کولو زمینه برابروي.


به هزاران خانواده در ولسوالی کامدیش نورستان برای تقویت کاروبارهای کوچک زراعتی کمک نقدی توزیع شد
۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، با همکاری تخنیکی مؤسسه برنامه توسعه و بازسازی روستایی و حمایت مالی برنامه جهانی غذا، برای ۵٬۵۸۸ خانواده مستحق در ولسوالی کامدیش به‌منظور ایجاد کاروبارهای کوچک زراعتی، کمک نقدی معادل ۴۹۰ دالر امریکایی به افغانی توزیع شد.
در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شد، مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری نورستان، در مورد اهمیت این کمک‌ها صحبت کرده گفت که هدف اساسی این مساعدت‌ها بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های مستحق، فراهم‌سازی زمینه کار و تولید در داخل خانه برای زنان و تقویت کاروبارهای کوچک زراعتی است.
وی افزود که این کمک‌ها فرصت مناسبی را برای زنان فراهم می‌سازد تا از طریق زراعت و کاروبارهای کوچک مرتبط، افزون بر تأمین نیازهای خانواده‌های خود، منابع پایدار عاید حلال را ایجاد کرده و در تقویت اقتصادی خانواده‌هایشان نقش فعال ایفا کنند.
مسئولان پروژه اظهار داشتند که برای زنان مستحق ولسوالی کامدیش به‌منظور آغاز و توسعه کاروبارهای کوچک، در مجموع ۷۰۰ دالر امریکایی اختصاص یافته است. مرحله نخست این کمک‌ها تکمیل شده و باقی‌مانده مساعدت‌ها در دو مرحله آینده به خانواده‌های مستحق توزیع خواهد شد.
قابل یادآوری است که این‌گونه برنامه‌ها در زمینه توانمندسازی اقتصادی زنان روستایی، افزایش عواید خانواده‌ها و ایجاد کاروبارهای کوچک پایدار نقش مهمی داشته و گامی مؤثر برای رشد اقتصادی منطقه به‌شمار می‌رود.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور تقویت اقتصادی خانواده‌های روستایی، کاهش سطح فقر و توسعه منابع عایداتی خانواده‌ها، با همکاری نهادهای بین‌المللی کمک‌رسان در ولایت‌های مختلف کشور برنامه‌های حمایت و توسعه کاروبارهای کوچک زراعتی را تطبیق می‌کند. این برنامه‌ها به‌گونه ویژه زمینه مشارکت اقتصادی زنان را گسترش داده و فرصت ایجاد عاید در داخل خانه را برای آنان فراهم می‌سازد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS